
هلمند کې د ممپلیو د حاصلاتو زیاتېدل
د هلمند د نادعلي ولسوالۍ د “چاه ميرزا” سيمه کې کروندګر د ممپليو د سږنیو حاصلاتو په ټولولو بوخت دي.
کروندګر وایي، د فصلي ناروغيو د نشت او مناسب رطوبت له امله يې د ممپليو سږنی حاصلات ښه دي، خو وچکالۍ د راتلونکو کښتونو په اړه اندېښمن کړي دي.
د ممپليو کروندګر، قدرت الله وايي: « سږکال دې کروندو ښه حاصل ورکړی، هم غنم او هم ممپلي.»
د ممپليو یو بل کروندګر، محمد خان هم وايي: « پخوانیو کلونو کې د سږ کال په څېر ښه حاصل نه و، سږکال حاصل بېناروغۍ و؛ خو د اوبو کموالی په دې ولایت کې یوه لويه ستونزه ده.»
د هلمند د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولين وایی، تېر کال هلمند کې پر ۴۳۳۵ هکټاره ځمکي، له کرل شوو ممپليو نه ۱۵ زره ۱۷۲ مټريک ټنه ممپلۍ ترلاسه شوي وې، خو سږ کال دغه کچه ۱۵ زره ۵۱۴ مټریک ټنو ته رسيږي.
مسوولين یې د زياتوالي لامل د کروندګرو د پوهاوي د کچي لوړوالی بولي.
د هلمند د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د پلان او همغږۍ مسوول، شفيق الله مبين بیا وايي: « تېر کال په ۴٬۳۳۵ هکټاره ځمکه کې ممپلي کرل شوي وو چې حاصل یې ۱۵ زره او ۱۷۲ ټنه و؛ خو سږکال په ۴٬۲۷۴ هکټاره ځمکه کې ممپلي کرل شوې دي چې له هغې څخه ۱۵ زره او ۵۱۴ ټنه حاصل ترلاسه شوی دی.»
د مسوولينو په خبره هلمند کې ډېری کروندګرو پر نشه یې توکو له بندیز وروسته، د پنبې، سويابينو، هنجي او ممپليو په ګډون د مېوه لرونکو باغونو جوړولو ته مخه کړې ده.
لومړی نظر وکړئ on "هلمند کې د ممپلیو د حاصلاتو زیاتېدل"