هېواد کې د تېلو او ګازو د لوړې بيې په اړه د خلکو اندېښنه

Photo: Resource Database

هېواد کې د تېلو او ګازو د لوړې بيې په اړه د خلکو اندېښنه

په وروستیو ورځو کې د تېلو د بیو ورځ تر بلې لوړېدل د هېواد په بازارونو کې یوه جدي ننګونه ګرځېدلې ده. 
 

په کابل کې یو شمېر موټر چلوونکي وايي چې د پټرولو، ډیزلو او اوبلنو ګازو لوړې بیې له ستونزو سره مخ کړي او ان د خپلو کورنیو ورځني لګښتونه په اسانۍ نه شي پوره کولای.

 
موټر چلوونکی، محبوب‌الله په دې اړه داسې وايي: «ستونزه دا ده چې هره ورځ د تیل او ګازو بیه لوړیږي، خو کنترول نشته. نه لاره بنده ده او نه جګړه ده. اوس ارامي ده، نو ولې نرخونه لوړېږي؟»

 
 یو بل موټر چلوونکی، محمد هارون هم داسې وايي:  « که دولت د تیل او ګازو نرخونه کنترول کړي ښه به وي، تر څو موږ وکولای شو خپلو اولادونو ته د خوړو یوه مړۍ پیدا کړو.»

اوسمهال د کابل بازارونو کې د یو لېټر پټرول په ۷۲ افغانیو، یو لېټر ډېزل په ۷۳ افغانیو او یو کیلو اوبلن ګاز په ۵۲ افغانیو پلورل کېږي.
 کابل ښاروالي وايي چې د بیو د نرخپاڼو د څارنې او پلیتابه بهیر په جدي توګه روان دي.

د کابل ښاروالۍ استازي، نعمت‌الله بارکزي و ویل: «اوس د تیلو د کیفیت او کنټرول په برخه کې ډېره جدي پاملرنه کېږي، او له همدې امله د ټیټ کیفیت لرونکي ۸۰ تیل د نشتوالي له کبله د ۹۲ تیل بیه لوړه ده، خو بیا هم د کابل ښاروالۍ خلکو ته د واقعي نرخ په ورکولو ټینګار کوي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې له روسیې او قزاقستانه د صادراتو کمېدل، د وارداتو د معیارونو لوړېدل، د سالنګ له لارې د لېږد د لګښتونو زیاتېدل او په بازار کې لوړه تقاضا د تېلو د بیو د لوړېدو اصلي لاملونه دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند، جان‌آقا نوید هم وايي: « د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه ټول وارداتي تاجران هڅولي او خپلو غړو ته یې ویلي چې د افغانستان په بازارونو کې باید د اړتیا وړ مواد په کافي اندازه موجود وي.»

بلخوا، د اقتصادي چارو شنونکي وايي چې پر وارداتی تېلو د هېواد سختې اتکا د هېوادوالو اقتصادي ستونزې زیاتې کړې او که دا وضعیت دوام وکړي، د عامه ټرانسپورټ، خوراکي توکو او نورو اړینو توکو بیې به هم لوړې شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "هېواد کې د تېلو او ګازو د لوړې بيې په اړه د خلکو اندېښنه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*