
د هند له خوا پر پاکستان د توغندیزو بریدونو له امله تر دې دمه لږ تر لږه د ۱۹ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی، او ویل شوي چې له ۳۳ زیات کسان پکې ټپیان دي.
د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې د پاکستان د بهاولپور یوې روغتون ډاکټر ویلي، د برید له ځایه ۱۳ مړي روغتون ته لېږدول شوي.
په همدې حال کې، د پاکستان د پوځ مشر، عاصم منیر نن (چهارشنبه) په یوه خبري غونډه کې ویلي، تېره شپه د هند په بریدونو کې ۲۶ ملکي کسان وژل شوي دي.
خو تر دې مخکې د هند یوه جګپوړې نظامي افسره، صوفیه قریشي، چې د دغو عملیاتو مشري یې پر غاړه درلوده، ویلي و چې په دې بریدونو کې ملکي وګړو ته هېڅ زیان نه دی رسېدلی.
خو د پاکستان د پوځ ویاند، احمد شریف چودري، ویلي، ملکي کسان پکې قصداً هدف ګرځول شوي دي.
هغه زیاتوي: «هند نن شپه د بزدلۍ له مخې یوه بې بنسټه اعلامیه خپره کړې او ملکي بېګناه کسان یې هدف ګرځولي دي. د پاکستان وسلهوال ځواکونه د ولس په بشپړ ملاتړ سره، د دښمن دغې برید ته قوي او هر اړخیز ځواب ورکوي، او یو مناسب غبرګون به حتمي ورکړ شي.»
په هماغه لومړیو ساعتونو کې چې بریدونه وشول، پاکستان هم د توپونو له لارې هند ته ځواب ورکړ. د پاکستان پوځ ویلي چې د هند پنځه جنګي الوتکې یې نسکورې کړې دي.
د پوځ ویاند همداراز ویلي: «د پاکستان هوايي او ځمکني ځواکونو د هېواد د خاورې او حاکمیت د دفاع لپاره لازم غبرګونونه ښودلي دي. تر دې دمه کولی شم تایید کړم چې د هند پنځه الوتکې، چې درې رافال، یو سوخو–۳۰، یو میګ–۲۹ او یو بېپیلوټه الوتکه پکې شامل دي، نسکورې شوې دي.»
له بل لوري، د هند دا بریدونه، چې د انساني تلفاتو ترڅنګ یې یوه جومات او یوه دیني مدرسه هم ویجاړه کړې ده، د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د خلکو ترمنځ ویره خپره کړې ده.
د یادې سیمې یو اوسېدونکی، احمد عباسي، وايي: «ناڅاپه ډزې پیل شوې. فکر کوم لس یا پنځلس توغندي پدې ځای ولګېدل. موږ دلته یو لوی جومات درلود چې زاړه، ماشومان او زدهکوونکو پکې لمونځ او زدهکړې کولې. اوس هغه جومات ویجاړ شوی دی.»
د هند یو شمېر وګړو د خپل پوځ له خوا په پاکستان کې پر اهدافو د هوایي بریدونو ملاتړ کړی دی.
دا داسې مهال دی چې د هند تر ولکې لاندې جمو او کشمیر کې د تېرې میاشتې له خونړي برید وروسته چې ۲۶ سیلانیان پکې ووژل شول، د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ زیات شوی.
هند دا بریدونه له پاکستانه د فعالو وسلوالو ډلو کار بللی، خو پاکستان له دې پېښې سره هر ډول تړاو رد کړی دی.
لومړی نظر وکړئ on "په پاکستان کې د تلفاتو زیاتوالی؛ نوې ډيلي: ملکي کسانو ته زیان نه دی اوښتی"