پر ایران د اسراییل بریدونو ته کورني او نړۍوال غبرګونونه

پر ایران د اسراییل بریدونو ته کورني او نړۍوال غبرګونونه

د راپورونو لمخې، دغو بریدونو کې د ایران د نطنز اټومي اډې په ګډون د دغه هېواد پوځي تاسیسات او په تهران، شیراز او اصفهان ښارونو کې ځینې استوګنیزې سیمې او د چارواکو کورونه په نښه شوې دي. وروستي خبرونه

پر ایران د اسراییل بریدونو ته کورني او نړۍوال غبرګونونه

د راپورونو لمخې، دغو بریدونو کې د ایران د نطنز اټومي اډې په ګډون د دغه هېواد پوځي تاسیسات او په تهران، شیراز او اصفهان ښارونو کې ځینې استوګنیزې سیمې او د چارواکو کورونه په نښه شوې دي.

اړوند خبرونه

اسراییل نن (شنبه، د غبرګولي ۲۳مه) سهار مهال د ایران پر څو ښارونو بریدونه وکړل.

د راپورونو لمخې، دغو بریدونو کې د ایران د نطنز اټومي اډې په ګډون د دغه هېواد پوځي تاسیسات او په تهران، شیراز او اصفهان ښارونو کې ځینې استوګنیزې سیمې او د چارواکو کورونه په نښه شوې دي.

د اسراییلي پوځ ویاند، افي دفرین و ویل: «نن سهار اسراییلي پوځ د ایران پر اټومي پروګرام د برید او د اټومي وسلو د ترلاسه کولو د مخنیوي په موخه یو لړ دقیق یرغلیز عملیات پیل کړل. په تېرو څو دقیقو کې، د اسراییل د هوايي ځواک الوتکو د دغو عملیاتو لومړني ګوزارونه پایته و رسول.»

د ایران مذهبي مشر، ایت الله علي خامنه یي، د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان او ځینو نورو ایراني چارواکو اسراییل ته د سخت ځواب خبرداری ورکړی دی. 

د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان و ویل: «ایرانی ملت او د هېواد مسوولین به د دغه جنایت پر وړاندې چوپ پاتې نشي او د ایران ځواکمن ځواب به دښمن پښېمانه کړي. زموږ د ستر امام په خبره، که د یوه سردار له لاسه بېرغ پرېوت، د بل سردار پیاوړی لاس به هغه پورته کړي او مېدان ته به را ووځي.»
 
له دې سره هم مهاله، د ایران په بېلابېلو ښارونو کې زرګونه کسانو د یوه لاریون په ترڅ کې دغه بریدونه غندلي او د اسراییل پر ضد یې شعارونه ورکړي.

یوه ایراني وګړي د اسراییلو د بریدونو په غبرګون کې ویلي: «ولې پر اسراییل برید ونه کړو؟ باید داسې ضربه ورکړو چې بیا سر پورته نه کړي.»

بل ایراني ویلي: «زموږ یوازینۍ غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره غچ واخیستل شي او باید تر دې هم سخت وي.»

د اسراییل دغه بریدونه په نړۍواله کچه هم غندل شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ په یوه بېړني لیک کې له امنیت شورا غوښتي چې د دغو بریدونو د څېړنې لپاره بېړنۍ غونډه وکړي.

ملګري ملتونو، اروپايي ټولنې، ناټو، سعودي عربستان، پاکستان، بریټانیا، چین، روسیې، جاپان، اسټرالیا، نیوزیلنډ او ځینو نور هېوادونو د دغه برید په غندلو سره له دواړو خواو د زغم غوښتنه کړې ده.

د ناټو سرمنشي، مارک روټه ویلي: «دا څرګنده ده چې موږ له یوه داسې وضعیت سره مخ یو چې په چټکۍ سره د بدلېدو په حال کې دی. او دا د اسراییل له لوري یو اړخیز اقدام و. نو، زه فکر کوم چې دا ډېره مهمه ده چې د متحده ایالتو په ګډون ډېری متحدان اوس د ترینګلتیا د کمولو لپاره هڅې وکړي.»

د نیوزیلنډ لومړي وزیر، کریسټوفر لاکسټون و ویل: «موږ غواړو چې دواړه غاړې خبرو ته کېني. موږ له هغو مذاکراتو خبر یو چې د دې اونۍ په پای کې د امریکا او ایران ترمنځ عمان کې ترسره کیږي، او موږ دا لاره غوره بولو. خو له شک پرته، دا وضعیت زموږ لپاره خورا اندېښمنونکی دی.»

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ بیا ایران ته خبرداری ورکړی چې د نورو بریدونو د مخنیوي لپاره دې خبرو ته کېني او زیاته کړې یې ده چې اسراییل سره د امریکا وسلې شته او په کارولو یې پوهیږي. 

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې، د امریکا او ایران د اټومي خبرو شپږم پړاو د راتلونکې یکشنبې پر ورځ عمان کې پیل شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پر ایران د اسراییل بریدونو ته کورني او نړۍوال غبرګونونه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*