په افغانستان اتلانو لیګ کې ابو مسلم فراه لوبه وګټله؛ صرافان هرات او جوانان پیروزي مساوي شول
دغه راز په اتمه لوبه کې صرافان هرات او جوانان پیروزي کابل مخامخ شول او د دې دواړو لوبډلو ترمنځ د لوبې پایله پرته له کوم ګول صفر پر صفر مساوي شوه.
د سېشنبې پر ورځ(د لیندۍ څلورمه) په کابل کې د افغانستان اتلانو لیګ د پېنځم پړاو د لوبو پرمهال د ابو مسلم فراه او عینو مېنې لوبډلو اوومه سیالي وکړه او ابومسلم فراه خپلې سیالې لوبډلې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه.

د چهار شنبې پر ورځ به په نهمه لوبه کې د سرخ پوشان خوافي او اتفاق خانزاده لوبډلې د سهار پر ۱۰ بجو لوبه کوي او په لسمه لوبه کې به ماسپښین مهال ۱:۳۰ آرمان افسي او سرسبز یاشلر لوبډلې سیالي کوي.
د یادونې ده، چې په ټول هېواد کې د دې سیالیو مینهوال کولی شي هره ورځ له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه دا لوبې وګوري.

پیروزي عینو مینه او صرفان هرات په افغانستان اتلانو لیګ کې ښه وځلېدل
د دې ورځې په لومړۍ لوبه کې عینو مینې اتفاق خانزاده ته ۲ پر ۱ ماتې ورکړه؛ سمیع الله نادري د عینو مینې لپاره دواړه ګولونه ووهل او منیر احمد حلیمي د اتفاق خانزاده لپاره یو ګول وواهه.
د همدې ورځې په دوهیمه لوبه کې صرافان هرات د ارمان پر وړاندې لوبه ۲ پر ۰ وګټله؛ ارسلان محمدي او جواد الکوزي ګولونو صرافان لوبډله له درې نمرو برخمنه کړه.
لومړی نظر وکړئ on "په افغانستان اتلانو لیګ کې ابو مسلم فراه لوبه وګټله؛ صرافان هرات او جوانان پیروزي مساوي شول"