په افغانستان کې د غنمو د کرنیزو سیمو کموالی

په افغانستان کې د غنمو د کرنیزو سیمو کموالی

د ملي احصایې او معلوماتو ادارې اعلان کړی چې د روان کال په ترڅ کې د افغانستان د غنمو تولید له څلور نيمو میلیونو ټنو څخه زیات شوی دی.

د یادې ادارې په وینا، دغه اندازه غنم د اوبیزو او للمي کروندو څخه ترلاسه شوي چې تر ټولو ډېر په هلمند، کندز، هرات، کندهار، فراه او بادغیس ولایتونو کې تولید شوي دي.

اداره زیاتوي چې سږ کال ټولټال ۸۹۱زره هکټاره ځمکه کې غنم کرل شوي، خو د بېلابېلو لاملونو له امله په ځانګړې توګه د وچکالۍ له کبله د تېر کال په پرتله د اوبیزو کرنیزو ځمکو څلور سلنه او د للمي ځمکو کره ۲۴ سلنه کموالی راغلی دی.

د ملي احصایې او معلوماتو د ادارې ویاند، محمد حلیم رافع، وايي: «په ټوله هېواد کې شاوخوا ۴٫۵۴ میلیونه مټریک ټنه غنم تولید شوي چې له دې جملې ۴،۱۳ میلیونه مټریک ټنه اوبیز غنم او ۴۰۴زره مټریک ټنه یې للمي غنم دي.»

په همدې حال کې، د زراعت او مالدارۍ خونې د اقلیم د بدلونونو د منفي اغېزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار کوي چې باید د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي لپاره په ځانګړې توګه د غنمو د تولید د لوړولو په موخه معیاري میکانیزمونه رامنځته شي.

د زراعت او مالدارۍ د خونې د عامل هیئت رییس، وسیم صافي، وایي: «تر څو موږ د زراعتي محصولاتو، په ځانګړې توګه د غنمو، تولید زیات کړو، باید له نوو میتودونو، اصلاح شويو تخمونو او کیمیاوي سرو څخه کار واخلو څو زموږ تولیدات ډېر شي.»

اقتصادي شنونکی عبدالشکور هډه‌وال وايي: «موږ له اسلامي امارته غواړو چې د هېواد د داخلي اوبو څخه په اغېزمن ډول ګټه واخلي، چې الحمدلله ډېرې دي، څو د هغو رسونه للمي ځمکو ته ممکنه کړي، تر څو د هېواد زراعتي تولیدات، په ځانګړې توګه د غنمو تولید، زیات شي.»

د ملي احصایې او معلوماتو اداره زیاتوي چې د نفوسو د اټکل له مخې، افغانستان ته هر کال شاوخوا ۶.۸۷ میلیونه ټنه غنمو ته اړتیا وي، خو د اوسني تولید له مخې، هېواد له ۲.۳۳ میلیونه ټنه غنمو کموالي سره مخ دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په افغانستان کې د غنمو د کرنیزو سیمو کموالی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*