
په هرات کې د روغتیايي خدمتونو پراختیا؛ ناروغان کم بهر ته ځي
هرات کې د عامې روغتیا مسوولین وایي چې په دې وروستیو کې د ځینو تخصصي عملیاتو په ترسره کولو سره یې بهر ته د اویا سلنه ناروغانو د تګ مخه نیولې ده.
د دې ادارې د معالجوي مرستیال په وینا، د زړه، هډوکو، اعصابو، ګردو او یو شمېر نورو ناروغیو اړوند مهم او لوی عملیات د هرات په دولتي روغتونونو کې ترسره کېږي.
د هرات د عامې روغتیا ریاست معالجوي مرستیال، محمدداوود رحماني وايي: « همیش د خلکو شتمنۍ د بهرنیو هېوادونو په درملنه لګېدې. اوس د دولتي او خصوصي روغتونونو لهخوا د فوقتخصصي خدمتونو په وړاندې کولو سره، د خصوصي سکټور او حوزوي روغتون په همکارۍ توانېدلي یو چې د درملنې په موخه بهر کې د خلکو د شتمنیو د لګېدو مخه ونیسو.»
د هډوکو په برخه کې لوی تخصصي عملیات د لومړي ځل لپاره په هرات کې ترسره کېږي.
د ډاکترانو په وینا، تر دې وړاندې به ناروغان د درملنې لپاره ګاونډیو هېوادونو ته تلل.
په هرات ښار کې د یوه روغتون مسوول، بشیر احمد احمدي هم و ویل: « د زنګون د مفصل بدلول، د څنګلې د مفصل بدلول او د اوږې د مفصل بدلول هغه نوې چارې دي چې د هېواد په لوېدیځه حوزه کې ترسره کېږي. همدارنګه د ورزشي ټپونو درملنه، چې کېدای شي د مفصل دننه د عضلو د شلېدو لامل شي، په لیزري او تړلې طریقې ترمیم او درملنه کېږي.»
عزیز احمد خانزاده د زړه ناروغي لري او د درملنې لپاره پاکستان ته تللی و.
نوموړی وایي، سره له دې چې ډېر لګښتونه یې کړي، خو هلته یې ناروغي نه ده ښه شوې، او اوس د هرات په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې، چې روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
ناروغ، عزیز احمد خانزاده بیا داسې وايي: « پاکستان ته ولاړم او پنځه میاشتې مخکې مې عملیات وکړ؛ خو تر راستنېدو وروسته ښه نه شوم او بېرته د خپل هېواد روغتونونو ته ورغلم. اوس د ډاکترانو تر درملنې لاندې یم او روغتیايي وضعیت مې ښه شوی دی.»
یو شمېر نور ناروغان هم په کور دننه درملنې ته خوښ دی.
دوی وایي، د ګاونډیو هېوادونو د درملنې لګښتونه نه شي پوره کولی.
د ناروغ لرونکې، نسیمه هم داسې وايي: « که په افغانستان کې پرمختللي امکانات برابر شي، خلک او ناروغان به اړ نه شي بهرنیو هېوادونو ته ولاړ شي. دا ډېره ښه ده چې ناروغان په خپل هېواد او خپل ښار کې تر عملیات او درملنې لاندې وي.»
د هرات د عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي، ډېری فوقتخصصي عملیات له پاکستان سره د لارو د بندېدو وروسته د لومړي ځل لپاره په دې ولایت کې ترسره شوي دي.
د هغوی په وینا، په وروستیو میاشتو کې لسګونه افغان متخصص ډاکتران له نورو هېوادونو څخه بېرته دې ولایت ته راستانه شوي دي.
لومړی نظر وکړئ on "په هرات کې د روغتیايي خدمتونو پراختیا؛ ناروغان کم بهر ته ځي"