
په کابل کې د هېواد د وزلوبې د غوره لیګ اووم پړاو سیالیو ته چمتووالی
د وزلوبې فډراســــیون تخنیکي او مسلکي مرستیال فهیم نظري وایي چې تر دې مهاله د هېواد له څوارلسو ولایتونو څوارلسو لوبډلو دغو سیالیو ته نوملیکنه کړې ده او د نورو ډلو د زیاتېدو احتمال هم شته.
د وزلوبې او نیزه بازۍ د ملي فډراسیون مسوولان وايي چې دغه سیالۍ به د روان لمریز کال د لیندۍ پر ۲۰مه پیل شي.
د وزلوبې فډراســــیون تخنیکي او مسلکي مرستیال فهیم نظري وایي چې تر دې مهاله د هېواد له څوارلسو ولایتونو څوارلسو لوبډلو دغو سیالیو ته نوملیکنه کړې ده او د نورو ډلو د زیاتېدو احتمال هم شته
د دغه فډراسیون د معلوماتو له مخې، په دې پړاو سیالیو کې به د پخوانیو پړاوونو په څېر، یو شمېر بهرني چاپندازان هم، د بېلابېلو ولایتونو د لوبډلو ملتیا کوي.
د فډراسیون مسوولانو دغه راز زیاته کړې چې د سیالیو له پیلېدو مخکې به لوبغاړو ته د وزلوبې پر قواعدو د پوهېدو لپاره یو روزنیز سیمینار هم جوړ شي.
د هېواد د وزلوبې د غوره لیګ اووم فصل به لس ورځې دوام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د یما پټرول لوبډلې د افغانستان د وزلوبې د غوره لیګ د شپږم پړاو اتلولي خپلې کړې وه.د وزلوبې فډراســــیون تخنیکي او مسلکي مرستیال فهیم نظري وایي چې تر دې مهاله د هېواد له څوارلسو ولایتونو څوارلسو لوبډلو دغو سیالیو ته نوملیکنه کړې ده او د نورو ډلو د زیاتېدو احتمال هم شته.
د وزلوبې او نیزه بازۍ د ملي فډراسیون مسوولان وايي چې دغه سیالۍ به د روان لمریز کال د لیندۍ پر ۲۰مه پیل شي.
د وزلوبې فډراســــیون تخنیکي او مسلکي مرستیال فهیم نظري وایي چې تر دې مهاله د هېواد له څوارلسو ولایتونو څوارلسو لوبډلو دغو سیالیو ته نوملیکنه کړې ده او د نورو ډلو د زیاتېدو احتمال هم شته
د دغه فډراسیون د معلوماتو له مخې، په دې پړاو سیالیو کې به د پخوانیو پړاوونو په څېر، یو شمېر بهرني چاپندازان هم، د بېلابېلو ولایتونو د لوبډلو ملتیا کوي.
د فډراسیون مسوولانو دغه راز زیاته کړې چې د سیالیو له پیلېدو مخکې به لوبغاړو ته د وزلوبې پر قواعدو د پوهېدو لپاره یو روزنیز سیمینار هم جوړ شي.
د هېواد د وزلوبې د غوره لیګ اووم فصل به لس ورځې دوام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د یما پټرول لوبډلې د افغانستان د وزلوبې د غوره لیګ د شپږم پړاو اتلولي خپلې کړې وه.
لومړی نظر وکړئ on "په کابل کې د هېواد د وزلوبې د غوره لیګ اووم پړاو سیالیو ته چمتووالی"