
ژوندي پاتې شوي کسان، نه مشران: د بن لادن وروسته تشه هسته
د ډلې د تاریخ په ډیره برخه کې، د القاعدې زړه راښکونکو مشرانو د غورځنګ د ودې سره مرسته وکړه. اسامه بن لادن خپل عارفانه جذابیت څرګند کړ: مجاهد ته اوښتۍ یو ملیونر چې د نرمو الفاظو، سختو عقیدې له امله یې له مراکش څخه مالیزیا ته جنګیالي راټول کړل. حتی ایمن الظواهري، که څه هم په ځانګړي ډول ښکیل یا زړه راښکونکی ویناوال نه و، د ډلې د معرفت په لوړولو او د هغې د ایډیالوژیکي او فکري اعتبار په زیاتولو کې مهم رول ولوباوه. حتی د دې مشرانو نومونه هم کافي ځواکمن وو، د دوې د ملاتړو او د دوې د دښمنانو ترمنځ ویره وه، مګر هغه دوره پای ته رسیدلې ده.
سیورې پرته له محتوا – د القاعدې تش په نامه مشري
نړیوال نومونه، سیمه ییز بې اهمیتي
القاعده په تیر کې د نړیوالې حاکمیت انځور وړاندې کاوه، چې د پیاوړو مشرانو په وسیله یې د آسیا څخه تر افریقا پورې جنګیالي رهبري کول. هغه افسانوي انځور چې بن لادن جوړ کړی و، اوس تش او بې ګټې دی. حتی حمزه بن لادن، چې د جهاد د شهزاده او د بن لادن د وارث په توګه روزل شوی و او د پلار د رول د ترسره کولو لپاره بازار ته وړاندې شوی و، مخکې له دې چې هغه دا مقام ترلاسه کړي، له منځه یوړل شو. د هغه له مړینې سره، د کرزماتیک بیا رغونې لپاره وروستی چانس خاوری ته وسپارل شو.
نن ورځ، د هغوی په اصطلاح مشران په زمزموبدل شوي دي. د ملګرو ملتونو وروستی راپور دا ضعف تاییدوي، او څرګندوي چې د القاعدې رهبري لا هم ټوټه ټوټه ده، سیف العدل یوازې غیر مستقیمې لارښوونې کوي او لږ عملیاتي کنټرول لري. د هغه صلاحیت سمبولیک، نه ستراتیژیک دی. په همدې حال کې، د دې ډلې سیمه ییز څېرې لکه اسامه محمود چې د هند نيمه لويه وچې لپاره د القاعدې “امیر” اعلان شوی دی، د ځواک پرته د خیالې القابو څښتنان دي. دوې د هیڅ پوځ مشري نه کوي، هیڅ قلمرو باندې واک نلری او هیڅ ریښتیني لارویان ته الهام نه وربخښي. هغه څه چې موجود دی، یو خوب او باطل خیال دی چي پر یو کاغذ لیکلی شوي سلسله مراتب ده. د امر واقعیت دادی چې د القاعدې نوم او نښان د یادښت پر بنا ژوندی پاتي دی، نه د فعالیتونو پر بنسټ.
حتی د القاعدې سره تړلي مشران جګړه ماران دي، نه نړیوال کرکټرونه. حتی د الشباب احمد درعیه یا د جماعت النصره الاسلامي ایاض اغالي ممکن په قبایلي یا قومي حلقو کې الهام بخښونکي وي، مګر دوې لا تر اوسه هغه نړیوال جذابیت نه دی ترلاسه کړی چې بن لادن یې درلود.
د افسانې پای
د ډېرو کلونو لپاره، القاعده د نړیوال تسلط په باطل وهم باندې فخر کاوه، خو نن ورځ دا وهم له منځه تللی دی، او د دې ډلې مشران د ځمکې لاندې پټ شویدی، بې معنی احکام او لارښوونې صادروي، او خپل اهمیت نورو ته سپاري. د ملګرو ملتونو راپور د دوې دوامداره کمزورتیا په ګوته کوي، او دا ډله په دې ډول تعریفوي چي د عملیاتو د رهبري کولو پر ځای په بقا تکیه کوي. پالیسي جوړونکي باید له دې څخه ګټه پورته کړي: د دوی محرمیت روښانه کړي، د دوی تړاوونه افشا کړي، او د دوی د اسرار وروستي نښې له منځه یوسي. کله چې د بې محتوا سیوري په څیر د دوی نقاب لیرې شي، د القاعدې د مشرتابه څخه به هیڅ ویره نه وي او دوی به هیر شي. د تش په نامه مشران افشا کولو سره، نړیواله ټولنه کولی شي القاعده د تاریخ د کثافاتو ډبه کی واچوي، چیرته چې ناکامه یاغي ډلې شتون لري د یوه کرازماتیک هستې پرته ، دا ډله نشي کولی په پراخ ډول نوي بهرني جنګیالي راجذب کړي، نشي کولی خپل خپاره شوي ملګري د یو واحد بیرغ لاندې سره یوځای کړي، او د نویو او ډېر جذبه لرونکو غورځنګونو سره سیالي وکړي. برعکس، د القاعدې موجوده رهبري پټه، الهام نه ورکونکي او په کاغذ باندې یوازې شتون لري. د هغوی خبرتياوې تکراري وعظونه دي؛ د هغوی مشران، ژوندي پاتې شوي کسان دي، نه د رهبری مشران.
لومړی نظر وکړئ on "ژوندي پاتې شوي کسان، نه مشران: د بن لادن وروسته تشه هسته"