
کابل کې د اوبو ناورین؛ خلک یې ترلاسه کولو ته اوږده کتارونه جوړوي
د کابل ځینې اوسيدونکي د اوبو د ورځ تر بلې کمېدو له ستونزې شکایت کوي او پر اسلامي امارت غږ کوي چې ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړي.
د ښار په دیارلسمه ناحیه کې د څښاک د پاکو اوبو کمښت د خلکو ورځنۍ ژوند له کړاوونو ډک کړی دی.
دلته له کوچني ماشومه تر زوړ سړي، هر څوک د څښاک اوبو یوه غوړپ پسې کوڅو ته وځي.
د کابل د دیارلسمې ناحیې اوسېدونکی یار محمد وایي: «دلته هره ورځ راځم او پنځه بوشکې اوبه وړم خو کفایت نه کوي ځکه د اوبو مصرف ډېر زیات دی. مخکې به یو بېلر په څلوېښت افغانۍ و خو وس پنځوس دی.»
د کابل د همدې ناحیې بل اوسېدونکی محمدالدین داسې وایي: «خلک دې اوبه سمې وکاروي او بې ځایه دې نه کاروي. که داسې وکړي د اوبو کچه به ټېټه لاړه شي او زیان به یې دوی ته رسي.»
د دې ناحیې اوسېدونکي له چارواکو غواړي چې د ستونزو د حل لپاره یوه بنسټیزه لاره ورته پیدا کړي.
د کابل د دیارلسمې ناحیې اوسېدونکي بشیر احمد طلوع نیوز سره خبرو کې و ویل: «له دولت مو غوښتنه دا ده چې د اوبو اسانتیا موږ ته برابره کړي. اوبه نشته موږ ډېر په عذاب یو.»
د کابل د دیارلسمې ناحیې بل اوسېدونکی محمد فایز داسې وایي: «سهار چې موږ راځو له نهو تر یوولسو بجو مو کله بوشکې ډکیږي او کله تشې پاتې کیږي. له دولته غواړو چې له موږ سره د دولتي نل په برخه کې مرسته وکړي.»
په ورته وخت کې د اوبو د مدیریت کارپوهان هم ټینګار کوي چې د دغې ستونزې د حل لپاره باید ټول ملي او نړۍوال بنسټونه، او د هېواد وګړي په همغږۍ سره کار وکړي.
د ابو د برخې کارپوه نجیبالرحمن سدید وایي: «اړتیا ده چې حکومت، نړۍوالې ادارې، خلک او خصوصي سکټور په همغږۍ سره د دغې ستونزې د حل لپاره کار وکړي. داسې پروژې لکه د پنجشیر له سینده د اوبو لېږد، په ځانګړي ډول اوس چې پر باغ درې بند کار روان دی، کولی شي دا بهیر پیاوړی کړي.»
د اوبو او انرژۍ وزارت ټینګار کوي چې توانېدلي د دغې ستونزې د حل لپاره د قرغې او ارغندې بندونه په سمه توګه مدیریت او اوبه یې کابل ته یې انتقال کړي.
د دې وزارت ویاند زیاتوي چې وزارت هڅه کوي چې د شاه او عروس بند اوبه هم کابل ته انتقال کړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیعالله عابد طلوع نیوز ته و ویل: «د اوبو او انرژۍ وزارت پلان لري چې د شاه و عروس بند څخه کابل ښار ته د اوبو انتقال په پروسه باندې کار وکړي چې له نېکمرغه د افغانستان اسلامي امارت د کابینې له لوري ورته کمېټه د اداره امور په مشرۍ باندې ټاکل شوې ده چې د زیدخل وزارتونه او ادارې پکې شاملې دي او هغه کمېتې خپلې تخنیکي څېړنې پیل کړي دي.»
تر دې وړاندې، د اوبو رسونې دولتي شرکت د قرغې له بند څخه د لس زره متر مکعبه زېرمې ته چې د پولیتخنیک پوهنتون د لس زره متره مکعبه زېرمې ته د اوبو د انتقال پروژه پرانېسته.
لومړی نظر وکړئ on "کابل کې د اوبو ناورین؛ خلک یې ترلاسه کولو ته اوږده کتارونه جوړوي"