کابل کې د تیلو او ګازو بیو له لوړېدو د خلکو شکایتونه

کابل کې د تیلو او ګازو بیو له لوړېدو د خلکو شکایتونه

په کابل او د هېواد په نورو ولایتونو کې د سون تکوو بیې یو ځل بیا لوړې شوي چې د موټر چلوونکو اندېښنې یې راپورته کړې دي.

د سون‌ توکو د بیو نوسانات په کابل او د هېواد په نورو بازارونو کې نوې خبره نه ده، خو په وروستیو اوونیو کې دغه بهیر یوځل بیا د موټرچلوونکو اندېښنې راپارولي دي.

د طلوع نیوز د موندنو له مخې، په تېرو لږ تر لږه څلورو اوونیو کې د هر لیټر پټرول بیه ۴ افغانۍ، د ډیزلو بیه ۶ افغانۍ او د هر کیلو اوبلن ګاز بیه ۲ افغانۍ لوړه شوې ده.

موټرچلوونکي وايي، د سونک توکو د بیو لوړېدو ورته جدي ستونزې رامنځته کړي، په داسې حال کې چې هېڅ اداره د دې وضعیت مسوولیت نه اخلي.

 موټر چلوونکی، محمد طاهر وايي: «دا ټول د سوداګرو کار دی، لس ورځې وروسته سره کېني او د تیلو او ګازو قیمت لوړوي. دا تېره یوه میاشت تیل ۱۱ افغانۍ قیمته شوي دي.»

یو بل موټر چلوونکی، مصطفی هم وايي: «تیل قیمته کیږي، ګاز هم قیمته کیږي، هیڅوک ځواب ویوونکی نشته دی. څوک دا پوښتنه هم نه کوي چې ولې قیمته شوي. په سالنګ کې چې یو موټر هم خرابیږي نو دلته د ګازو او تیلو قیمت لوړیږي.»

 پلازمېنه کې ځینې نور موټر چلوونکي  ټینګار کوي چې اړوند چارواکي باید ژر تر ژره د سون توکو د بیو د لوړېدو په تړاو اقدام وکړي.

 موټر چلوونکی، شېر احمد همدا راز وايي: «زما ګیله له ملي سوداګرو ده. دوی مشران خلک دي، د هېواد لوی سوداګر دي. تاسې چې لس افغانۍ تیل او ګاز قیمته کوئ بېرته چې یې راټيټوئ، یوه افغانۍ یې راټیټوئ. خوراکي توکي هم همدا ډول دي.»
 

ګورک هم چې په ښار کې موټر چلوي وايي: «دا هرڅه باید جدي ونیول شي، سوداګر باید جدي تعقیب شي. ډالر چې لوړیږي، قیمتونه ورسره لوړیږي خو چې هغه راښکته کیږي. قیمتونه هماغسې پر خپل ځای وي.»

خو د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د بیو د لوړوالي اصلي لاملونه په نړیوالو بازارونو کې د یو ټن  تېلو په بیه کې۱۵۰ ډالره لوړېدل، د ټیټ کیفیت تېلو پر وارداتو بندیز، او د روسیې او قزاقستان د تېلو په صادراتو کې ستونزې دي
دغه خونه خلکو ته ډاډ ورکوي چې په هېواد کې د نفتي توکو کافي زیرمې شته او د شرایطو په عادي کېدو سره به بیې بېرته را ټېټې شي.

 د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند، جان اقا نوید بیا خپل نظر داسې څرګندوي: «له نېکه مرغه زموږ سوداګرو نفتي توکي وارد کړي او بازارونو کې شته دی. له کمبود سره یې مخ نه یو. دا چې قیمتونه یې لوړ دي او معیارونه یې لوړ دي نو له همدې امله یې نرخونه اوچت شوي دي. ان شاالله چې ښه کیفیت لرونکي تیل په ډېره کچه وارد شول، نرخونه به هم بېرته نورمال حالت ته راشي.»

افغانستان د خپلې اړتیا یوازې ۱۰ سلنه تېل او ګاز په کور دننه تولیدوي او له کورنیو سترو سرچینو د نه ګټې اخیستنې له امله په وارداتو پورې تړلی پاتې شوی دی.
د اقتصادي چارو شنونکي ټینګار کوي چې د سون توکو د بیو د پرله‌پسې نوساناتو د مخنیوي لپاره، پر کورنیو سرچینو پانګونه او د وارداتو ښه مدیریت کولای شي د خلکو ستونزې کمې کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کابل کې د تیلو او ګازو بیو له لوړېدو د خلکو شکایتونه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*