
د افغانانو پر کوربه هېوادونو د اسلامي امارت د کرنې د وزیر نیوکه
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري وایي، تر دې مهاله له ګاونډیو هېوادونو څلور نیم میلیونه افغانان په جبري ډول هېواد ته راستانه کړای شوي چې په منظم ډول ورته رسېدنه شوې ده.
نوموړي په ننګرهار کې راستنو شویو ته د مرستو د وېش پر مهال ویلي، ګاونډیو هېوادونو شاوخوا یو کال وړاندې، د نږدې څلورو لسیزو کوربتوب وروسته، د افغانانو د جبري ایستلو لړۍ پیل کړه.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، عطاالله عمري و ویل: «تر اوسه څلور نیم میلیونه افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه کړای شوي، چې نږدې د یوه کوچني هېواد د نفوس په کچه دي. هېڅ ډول ستونزه نه ده رامنځته شوې او کډوالو ته په ټولو برخو کې رسېدنه شوې ده.»
عمري دغه راز پر ګاونډیو هېوادونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې افغان کډوال باید په خپله خوښه ستنېدو ته پرېښودل شوي وای.
هغه زیاته کړه: «یو کال مخکې ګاونډیو هېوادونو پرېکړه وکړه چې له خپلې خاورې افغان کډوال وباسي. دا د هغوی خپله پرېکړه وه، خو هغو خلکو ته چې تاسې ۴۰، ۴۵ کاله د اوسېدو ځای ورکړی و، باید په عزت مو رخصت کړي وای. که د یو چا کور ته مېلمه حتی د یوې یا دوو شپو لپاره هم راشي، د تګ پر مهال په عزت رخصتېږي، نه په جبر او له کړاو سره. خو له بده مرغه، د کوربه هېوادونو له لوري ښه چلن ونه شو.»
له پاکستانه تازه راستانه شوي کډوال بیا د دغه هېواد کې د کډوالۍ پر مهال د خپلو ترخو تجربو یادونه کوي.
له پاکستانه ایستل شوي محمد نقیب و ویل: «له اسلامي امارته مننه کوو چې له موږ سره یې مرسته وکړه، خو دایمي کار ته دې هم زمینه راته برابره شي.»
له پاکستانه بل ایستل شوی، وصیل خان و ویل: «د خپل کور ټول شته وسایل مې په نیمه بیه وپلورل، په ډېر ناوړه چلن سره مو را وایستل او اوس له اسلامي امارته غوښتنه لرو چې له موږ سره دوامداره مرستې وکړي، څو خپل ژوند بېرته جوړ کړو.»
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت په ټول هېواد کې ۷۰ زره راستنو شویو کورنیو ته د نغدي او خوراکي توکو د مرستو لړۍ پیل کړې ده، چې له دې ډلې په ۳۴ ولایتونو کې له ۵۰ زره کورنیو سره د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د مرستو لړۍ روانه ده.
لومړی نظر وکړئ on "د افغانانو پر کوربه هېوادونو د اسلامي امارت د کرنې د وزیر نیوکه"