کونړ کې زلزله ځپلي له روانې ستونزو کړیږي

کونړ کې زلزله ځپلي له روانې ستونزو کړیږي

ختیځ کې د طلوع‌نیوز خبریال صداقت غورځنګ چې د زلزلې له پیله تر دې مهاله په سیمه کې دی، وايي، د تېرې اوونۍ له مرګونې زلزلې وروسته ځینې زلزله ځپلي له رواني ستونزو کړېږي. 

د زلزلې پرلپسې ټکانونو د خلکو ورځنی ژوند ټکنی او ستونزمن کړی دی.

زیانمن شوی، نقیب الله وایي: « مور او پلار مې شهیدان شوي، زلزله چې وشوه کور را باندې چپه شو او اوس مې ذهن کار نه کوي.»

بل زیانمن شوي، عجب ګل و ویل: « اوس هم د زلزلې ټکانونه شته او هغه شیبه چې رایاده کړم نو زه وایم چې دا هسې خوب دی، دې چارې ماته رواني ستونزه پیدا کړی او رواني حالت مې هیڅ ښه نه دی.»

د تېرې اوونۍ په مرګونې زلزله کې د دېوه ګل درې د بادینزو د څپرو کلي د اوسېدونکي اختر محمد د کورنۍ اوولس غړي شهیدان شوي او دی او یو بل ورور یې ټپي دی.
  
نوموړي ته هره شېبه د کورنۍ مړو شویو غړو خاطرې ور یادېږي چې له رواني اړخه له سخت ځور سره مخ دی.

اختر محمد و ویل: «په دې زلزله کې موږ دوه تنه ټپیان او ۱۷ تنه شهیدان شول، خویندې او وروڼه؛ اوس چې زه ګرځم او حرکت کوم نو داسې احساس راته پیدا شوی، لکه خوب چې وینم، رواني ستونزې راته پیدا شوي.»

سیمه‌ییز مسوولین بیا وايي، د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل دره کې د ژغورنې عملیات پایته رسېدلي او د ځانګړو کمېټو پرمټ د مرستو رسولو بهیر روان دی.

‎ د کونړ امنیه قومندان او د دېوه ګل درې د ژغورنې کمیټې مسوول، ضیاءالحق حامد په دې اړه و ویل: «د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل دره کې د ژغورنې عملیات بشپړ شول، د ټپیانو لېږد په ښه ډول وشو، شهیدان ټول خاورو ته وسپارل شو، د زلزلې د درېیمې ورځې له لومړي سهاره د مرستو رسولو لړۍ روانه ده، د مرستو رسولو کمېټه مو ورته جوړه کړې، په دېوه ګل دره کې یوه مرکزي کمېټه ده او څلور نورې کمېټې جوړې شوې دي.»

سیمه‌ییز مسوولان دغه راز زیاتوي چې له اغېزمنو سیمو یې خلک د احتمالي ګواښونو د مخنیوي او خوندیتابه په موخه لنډمهالو پنډغالو ته رالېږدولي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کونړ کې زلزله ځپلي له روانې ستونزو کړیږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*