
آریانا افغان د سوداګرو د توکو د لیږدولو لپاره یوه کارګو الوتکه کرایه کړه
د اریانا افغان هوايي شرکت وايي چې د هیواد د سوداګرو د سوداګریزو شتمنیو د لیږدولو لپاره یې یوه ځانګړې کارګو الوتکه کرایه کړې ده.
د شرکت د ویاند په وینا، دا الوتکه، چې ډیر ژر به کابل ته ورسیږي، په هره الوتنه کې د شاوخوا ۱۶.۵ ټنه کارګو د لیږدولو ظرفیت لري او د شپږو میاشتو لپاره یې قرارداد د متحده عربي اماراتو د سرپلیکس شرکت سره لاسلیک شوی دی.
د اریانا افغان هوايي شرکت ویاند عزت الله ذکي ټینګار وکړ: “په قرارداد کې شرکت سرپلیکس نومیږي، چې په هره الوتنه کې ۱۶.۵ ټنه کارګو لیږدوي او کولی شي د سوداګرۍ او صادراتو په سکتور کې مهم رول ولوبوي، په ځانګړې توګه د هند او افغانستان ترمنځ.”
د شرکت چارواکو دا هم زیاته کړه چې اوس مهال، د سوداګریزو شتمنیو لیږد یوازې د کابل او نوي ډیلي ترمنځ ترسره کیږي او که اړتیا وي نو نورو هیوادونو ته به هم وغځول شي.
د دوی په وینا، دا لومړی ځل دی چې اریانا افغان هوايي شرکت له هند سره د سوداګرۍ پراخولو او سوداګریزو توکو د لیږدولو لپاره د چارټر شوي کارګو الوتکې څخه کار اخلي، او د دې الوتکې میاشتنی کرایه د شرکت له بودیجې څخه تر ۲۴۰ زره امریکایي ډالرو پورې ورکول کیږي.
ښاغلی عزت په دې اړه وايي: “دا چارټر الوتکه د شپږو میاشتو لپاره اخیستل شوې او د شرکت له بودیجې څخه په میاشت کې تر ۲۴۰ زره امریکایي ډالرو پورې ورکول کیږي، او په دې پروسه کې، هغه درې الوتکې چې شرکت یې ژمنه کړې وه بشپړېږي.”
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالشکور هدیوال په دې اړه زیاتوي: “دا فرصت چې آریانا شرکت زموږ سوداګرو ته چمتو کړی زموږ لپاره دوه ګټې لري، یو دا چې زموږ تازه محصولات او میوې په لنډ وخت کې بهر ته صادریږي، او دوهم، د هغې بیه ټیټه ده.”
په ورته وخت کې، د آریانا افغان چارواکي وايي چې د دریو نورو چارټر الوتکو د پیرودلو لپاره کار روان دی او د ترکیې، متحده عربي اماراتو (دوبۍ) او چین سره خبرې اترې شوي دي، چې ځینې یې نهایی شوي او نور یې لاهم روان دي.
لومړی نظر وکړئ on "آریانا افغان د سوداګرو د توکو د لیږدولو لپاره یوه کارګو الوتکه کرایه کړه"