
د آریانا هوايي شرکت چارواکي وايي، چې له دې وروسته به دا شرکت هره اوونۍ د چین ارومچي ښار ته دوه الوتنې ترسره کړي.
دوی همدارنګه په دې الوتنو کې د سوداګرو او مسافرو لپاره د نور ډېرو آسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې کوي.
د آریانا هوايي شرکت رییس عبدالولي صدیقي په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې ویلي: که آریانا افغان هوايي شرکت په دې برخه کې فعالیت وکړي؛ نو دا به د افغانستان خلکو ته خدمات وړاندې کړي.
هغه د نرخونو د کنټرول مسوولیت هم لري. که شرکت له کومې ستونزې سره مخ نشي؛ نو همغه لېوالتیا به ولري.
د امارتي هوايي شرکت رییس احمد جان بلال هم یادونه وکړه، چې چین ته د الوتنو زیاتوالی به د سوداګرۍ او د خلکو د تګ راتګ سره مرسته وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت د مالیې او ادارې وزیر همدارنګه ټینګار وکړ، چې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ټولنیزو اړیکو پراختیا به د سیاسي اړیکو پر پراختیا هم مثبت اغېزه ولري.
محمد نعیم ویلي: “اقتصادي او سوداګریزې اړیکې به تر هغه کچې پراخې شي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پیاوړې شي او سیاسي او نورې اړوندې مسلې حل شي.”
په کابل کې د چین سفیر دا ټینګار هم وکړ، چې هېواد یې له افغانستان سره په ټولو برخو کې د اړیکو کچه پراخه کړي.
ژائو شینګ وایي: “چین په تېرو وختونو کې د افغانستان د اقتصادي پراختیا او بیارغونې په لټه کې و او دا هڅې په دې وروستیو کې زیاتې شوې دي. د افغانستان او چین ترمنځ د الوتنو زیاتېدا د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره خورا مهم دي او مونږ هیله لرو، چې دا الوتنې به په راتلونکي کې نورې هم زیاتې شي.”
د یادونې ده، چې د کابل او ارومچي ترمنځ مستقیمې الوتنې له درې کلن ځنډ وروسته د ۱۴۰۲ کال د جوزا په میاشت کې بیا پیل شوې.
لومړی نظر وکړئ on "آریانا هوايي شرکت چین ته د اوونیزو الوتنو له زیاتېدا خبر ورکړ"