آيا ورزش د خپګان په درملنه کې تر نورو ګټور دی؟

آيا ورزش د خپګان په درملنه کې تر نورو ګټور دی؟
آيا ورزش د خپګان په درملنه کې تر نورو ګټور دی؟

سويلي استرالیا د يوه پوهنتون څېړنه ښیې چې د خپګان د درملني په برخه کې فزیکي فعالیت تر مشورې یا درملو ډېر اغیزمن دی.

د طبي مجلې «نیورو ساینس» په وینا، د استرالیا د یوه پوهنتون څېړنه چې د بريتانیا په سپورت میډیسن ژورنال کې خپره شوې، پکښې تر زرو زیاتو څېړنیزو ازموینو ته کتنه شوی.

دې څیړنې موندلې ده چې د نوري درملنې په پرتله هره اونۍ ۱۵۰ دقیقې فزیکي فعالیت ترسره کول «لکه ګړندي گرزيدل، د وزن پورته کول او یوګا» اغيزمن دي او دا لکه «درمل» د پام وړ خپګان، اضطراب، او رواني فشار کموي.

د څیړونکو په وینا، څومره چې ورزش ډیر سخت وي، هغومره گټور دی. داسې انګیرل کیږي، چې ورزش د لنډ مهاله او اوږدمهاله اغیزو سره په بيلا بیل لارو پر رواني روغتیا اغیزه کوي.

له ورزش څخه سمدستي وروسته، ایندورفینز او ډوپامین په مغز کې خوشې کیږي. په لنډ وخت کې، دا پروسه د مزاج وده او د فشار په کمولو کې مرسته کوي. په اوږد مهال کې، د ورزش په ځواب کې د نیوروټرانسمیټر خوشې کيدل په مغز کې بدلونونه رامنځ ته کوي، چې د مزاج او ادراکي حالت په ښه کولو کې مرسته کوي. سوزش کموي او د معافیت سیسټم فعالیت ته وده ورکوي. دا ټول زموږ د دماغ پر فعالیت او رواني روغتیا اغیزه کوي.

څیړونکي ټینګار کوي چې منظم ورزش کولی شي د ښه خوب لامل شي، کوم چې د خپګان او اضطراب نخښو په کمولو کې مهم رول لوبوي. منظم ورزش رواني ګټې هم لري، لکه د ځان درناوی او د لاسته راوړنې احساس، دا ټول د هغو خلکو له پاره ګټور دي چې له خپګان سره مبارزه کوي.

دغه راز، د امریکا رواني ټولنه لاهم په درملو او رواني درملنې ټینګار کوي او ورزش د درملنې يو بدیل ګڼي.

دا مهمه ده یادونه وکړو، چې که څه هم تمرین د رواني ناروغیو او ستونزو اداره کولو له پاره اغیزمنه وسیله کیدی شي، خو ټول هغه خلک چې په دې ناروغیو اخته دي باید له کارپوه سره اړیکه ونیسي، ترڅو د درملنې بشپړه پالنه تعقیب کړي.

د درملنې پالنه کې احتمالا د ژوند طرزالعملونو ترکیب شامل وي، لکه منظم ورزش، د خوړو متوازن تعقیب، د رواني او درملو په څیر درملنې.

نړۍ اوس د رواني ناروغیو له بحران سره مخ ده، په میلیونونو خلک د خپګان، اضطراب او نورو رواني روغتیا يې ستونزو سره مخ دي.

په ۲۰۱۷م کال کې په نړۍ کې تر ۷۹۲ میلیونو زیات خلک له هرډول رواني ناروغۍ سره مخ شوي دي. په دوی کې ۲۶۴ میلیونه کسان په خپګان او ۲۸۴ میلیونه کسان د اضطراب په ناروغۍ اخته ول.

منبع

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*