اروپایي اتحادیې د ا.ا.وروستی ګام، چې پر ښځو او نجونو یې طبي زده کړې بندې کړې په سختو ټکو وغنده او دا یې له بشري حقونو جدي سرغړونه او د جنسیتي برابرۍ پر وړاندې یو لوی ګوزار وباله.
اروپایي اتحادیې د چارشنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې اندېښنه څرګنده کړه چې دغه پالیسي به د افغانستان بشري ناورین لا پسې ژور کړي او د افغانانو کړاوونه به نور هم زیات کړي.
اعلامیه وايي، “دا پرېکړه یو ځل بیا د بنسټیزو بشري حقونو خلاف یو بوږنوونکی ګام او د ښځو زده کړو پر وړاندې نه توجیه کېدونکی برید دی”.
اروپایي اتحادیې د ښځو د زده کړو او کاري ځواک کې د هغوی د ګډون پر ارزښت ټینګار کړی او دا یې د هر ملت د ځانبسیاینې او پرمختګ لپاره مهم بللی.
په اعلامیه کې له ا.ا. غوښتنه شوې چې دا تبعیضي پالیسي بېرته واخلي او د نړیوالو قوانینو په اډانه کې ژمنو ته درناوی وکړي، په ځانګړي ډول ټولو افغانانو ته د زده کړو او اساسي روغتیا برابر لاسرسی ډاډمن کړي.
اعلامیه زیاتوي، “اروپایي اتحادیه د افغان ښځو او نجونو او هغو ټولو کسانو ملاتړ ته ژمنه ده چې په دوامداره توګه یې حقونه نقض کېږي”.
د ا.ا. مشر په یوه تازه ګام کې په افغانستان کې د ښځو پر طبي زده کړو او د روغتیاپالنې پر انسټیټیوټونو بندیز لګولی، چې په کوردننه او بهر یې ګڼ غبرګونونه را پارولي دي.

لومړی نظر وکړئ on "اروپایي اتحادیې د افغان ښځو او نجونو پر طبي زده کړو د ا.ا. تازه بندیز وغنده"