
اروپا ته پر خطرناکو لارو د افغانانو د تګ زړهبوږنوونکې پېښه
دې وروستیو کې په ټولنیزو شبکو کې داسې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې ښيي یو شمېر افغان کډوالو چې غواړي د ایران له لارې په ناقانونه توګه ترکیې ته ولاړ شي، د سختې یخنۍ له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په دغو انځورونو کې لیدل کېږي چې د شدیدې یخنۍ له امله د یوه ماشوم لاسونه او پښې یخ وهلي او په ډېر خراب روغتیايي حالت کې دی.
دا پېښه د کډوالۍ د خطرناکو لارو له لسګونو زړهبوږنوونکو بېلګو څخه بلل کېږي.
د کډوالو د حقونو فعال، عبدالرازق عدیل په دې اړه وايي: «حکومت مسوولیت لري چې د سیاسي ثبات په رامنځته کولو سره کاري فرصتونه برابر کړي او اساسي حقونه تامین کړي، ترڅو هېواد د ژوند کولو وړ ځای وګرځي، هغه ژوند چې د یخنۍ او واورو له امله د سرحدونو پر لارو له لاسه ورکول کېږي، د هېواد انساني پانګه ده.»
هر کال یو شمېر افغان وګړي، د ایران، ترکیې له لارې اروپا ته په سختو او یخو لارو د ورتګ هڅه کوي.
له بلې خوا، په ترکیه کې مېشت ځینې افغان کډوال خپلې ستونزې داسې بیانوي:
په ترکیه کې افغان کډوال، فیروزالدین وویل: «د کافي اسنادو، قانوني کاري یا بیمې د نشتوالي له امله، دوی نه شي کولی یو عادلانه کار ترلاسه کړي، حتی نه شي کولی خپلې طبي اړتیاوې پوره کړي.»
بل لور ته د پخواني حکومت د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د خپرو شویو انځورونو او ویډیوګانو په اړه ویلي چې دا انځورونه یو ځل بیا د دغو ناامنو لارو جدي خطرونه په ډاګه کوي.
هغه لیکلی: «له هېواد څخه دباندې د قاچاقي او ناقانونه کډوالۍ له لارو د انځورونو او ویډیوګانو خپرېدل، یو ځل بیا د دغو ناامنو لارو جدي خطرونه راپه یادوي؛ هغه لارې چې له بده مرغه د یو شمېر هېوادوالو د ژوند بایللو لامل شوې دي.»
د کابل یو شمېر اوسېدونکي هم وایي چې بېکاري، اقتصادي ستونزې او ځینې نور عوامل د هېواد د وګړو د کډوالۍ د زیاتېدو له مهمو لاملونو څخه دي.
د کابل ښار اوسېدونکي یاسر وویل: «اصلي دلیل یې د ځوانانو بېکاري ده چې بې برخلیکه پاتې دي، له همدې امله مجبوریږي چې کډوالۍ ته مخه کړي.»
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده چې اوس مهال اروپايي هېوادونو ته د ورتګ لارې تر بل هر وخت سختې شوې چې په قاچاقي ډول پرې ورتګ ډېر کله د مرګ سبب کېږي.
لومړی نظر وکړئ on "اروپا ته پر خطرناکو لارو د افغانانو د تګ زړهبوږنوونکې پېښه"