ازبیکستان ته د پوځي څرخکو د سپارلو هوکړې ته د اسلامي امارت غبرګون

د افغانستان د پوځي الوتکو او څرخکو پر سر د امریکا او ازبیکستان هوکړې ته په غبرګون کې دفاع وزارت ویلي چې، واشنګټن ازبیکستان ته د دغو څرخکو د سپارلو حق نه‌لري.

د دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي په یوې اعلامیه کې له ازبیکستانه غوښتي چې، په دې برخه کې له هر ډول هوکړې دې ډډه وکړي او د افغانستان پوځي تجهیزات دې بېرته راستانه کړي.

د ښاغلي خوارزمي په وینا، د اسلامي امارت تر واکمنېدو مخکې ۱۶۴ نظامي الوتکې وې چې، اوس ۸۱ یې پاتې دي.

د دفاع وزارت ویاند په دې هکله وویل:«ملي دفاع وزارت په څرګنده اعلانوي چې، امریکا د افغانستان د خلکو د مالونو د ورکړې او مصادرې حق نه‌لري. د ازبیکستان له حکومته تمه کېږي چې، په دې هکله له هر ډول معاملې ډډه وکړي او ښه ګاونډيتوب ته په پام سره، عاقلانه پرېکړه دې وکړی او د افغانستان د هوايي ځواک د الوتکو په سپارلو کې همکاري وکړي. »

تر دې مخکې په ازبیکستان کې د امریکا سفیر له رسنیو سره په خبرو کې ویلي و چې، واشنګټن او تاشکند هوکړ کړې چې، د افغانستان د مخکیني پوځ نظامي الوتکې او څرخکې په ازبیکستان کې پاتې شي. د دغه امریکایي ډیپلومات په باور، دا نظامي تجهیزات د افغانستان نه؛ بلکې د متحده ایالاتو وو، او مخکیني افغان پوځ ته سپارل شوي وو.

په ازبیکستان کې د امریکا سفیر جاناتان هنیک ویلي:«دغو الوتکو هېڅکله په افغانانو پورې اړه نه‌درلوده؛ بلکې د امریکا وې او د افغانستان پوځ کارولې؛ خو مالکیت یې تل له امریکا سره و.»

د سیاسي چارو شنونکی محمدمتین محمدخېل په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«تاسې پوهېږئ چې، افغانستان خپله وسله نه‌لري. وسله او څرخکې یا د شوروي له ښکېلاکه پاتې دي او یا هم د امریکا له ښکېلاکه، نو له دې امله دغه وسله د افغانستان په خلکو پورې اړه لري.» 

د جمهوري نظام تر سقوط وروسته، ۴۶ افغان نظامي الوتکې او څرخکې ازبیکستان ته ولېږدول شوې او د افغانستان د هوايي ځواک ځينې تجهیزات هم تاجیکستان ته ولېږدول شول چې، تر اوسه یې د برخلیک په تړاو معلومات نشته.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ازبیکستان ته د پوځي څرخکو د سپارلو هوکړې ته د اسلامي امارت غبرګون"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*