اسلامي امارت د کرندګرو لپاره د بدیل معیشت پنځه کلنه طرحه تصویب کړه

اسلامي امارت د کرندګرو لپاره د بدیل معیشت پنځه کلنه طرحه تصویب کړه

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اعلان کړی چې د هېواد د بزګرانو لپاره د حلالو او دوامدارو اقتصادي فرصتونو رامنځته کولو په موخه یې، د اسلامي امارت د مشر د فرمان پر بنسټ د بدیل معیشت لپاره یوه پنځه کلنه طرحه جوړه کړې او منظور شوې ده.

د یاد وزارت د معلوماتو لمخې، د دې طرحې د عملي کولو او د کرنیزو محصولاتو د ارزښت لوړولو لپاره شاوخوا ۴.۷۹ میلیارده افغانیو ته اړتیا ده او په دې سره به ټولټال ۱۴۹ زره او ۹۰۰ کروندګرو په مستقیم او له یو میلیون او ۴۹ زرو زیاتو نورو کروندګرو ته په غیر مستقیم ډول ګټه ورسیږي.
 
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند، شیرمحمد حاتمي په دې اړه و ویل: «دا طرحه د کروندګرو لپاره د حلالو او دوامدارو اقتصادي فرصتونو د برابرولو لپاره په کرنې، مالدارۍ، طبیعي سرچینو او د اوبو لګولو په برخو کې پلي کیږي.»

دغه طرحه کې د بڼوالۍ پراختیا، د غلو د کښت وده، د مالدارۍ پیاوړتیا، د اوبولګولو د سیسټمونو ښه‌والی، د شنو خونو جوړول او د بزګرانو لپاره د روزنیزو مرکزونو رامنځته کول شامل دي.

د کرنې وزارت ټینګار کوي چې د افغانستان د اقلیمي او اقتصادي څېړنو پر بنسټ، بزګرانو ته کرنیز نباتات معرفي او ترویج شوي دي. 
 
شیرمحمد حاتمي و ویل: «د اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ژمن دی چې د مشروع، دوامداره او برکتي تولیداتو په برخه کې د کروندګرو ملاتړ او ورسره همکاري وکړي.»

په ورته مهال یو شمېر کروندګر وایي، د بې ‌وزلۍ او د معیشتي فرصتونو د نشتوالي له امله یې پخوا د کوکنارو کښت ته مخه کړې وه، خو اوس له بندیز وروسته له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

هغوی له اسلامي امارته غواړي چې د بدیل معیشت په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

بدخشان کې کروندګر، برات و ویل: «موږ له مجبورۍ دغه کښت ته مخه کړې وه، اوس حکومت موږ سره حتی په کال کې یو ځل هم مرسته نه کوي.»

بدخشان کې بل کروندګر، عظیم و ویل: «موږ غواړو چې د نشه‌ يي توکو د بدیل کښت په برخه کې راسره مرسته وشي، ځکه د دې ولایت کروندګر ډېره اړتیا لري.»

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، یو شمېر هېوادونو د بدیل معیشت په برخه کې د همکارۍ ژمنې کړې، خو تر اوسه یې نه دي عملي کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "اسلامي امارت د کرندګرو لپاره د بدیل معیشت پنځه کلنه طرحه تصویب کړه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*