اسلامي امارت په غور او کونړ کې د څلورو داع_شیانو له وژل کېدو خبر ورکوي

Loading

اسلامي امارت، په غور، بامیان او کابل ولایتونو کې د وروستیو بریدونو د عاملانو پر پټن‌ځایونو د عملیاتو خبر ورکوي. 

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې، په غور او کونړ ولایتونو کې د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو په جلا جلا عملیاتو کې څلور تنه داع_شیان وژل شوي دي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي چې، پرون ناوخته د غور ولایت په مرکز کې د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د دایکندي او غور تر منځ سیمې د خونړۍ پېښې عاملان وژل شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند په دې هکله زیاتوي:«دا هغه کسان وو چې، څه موده مخکې یې زموږ ځينې هېوادوال د غور او دایکندي ترمنځ شهیدان او ټپيان کړي وو او د اسلامي امارت تر څار لاندې وو. زموږ ځواکونه وتوانېدل چې، په تېرو دوو ورځو کې، د هغوی ۱۰ تنه ونیسي او همدارنګه د هغوی پټن‌ځایونه هم پیدا کړي چې، تېره ورځ د یوه ځانګړي عملیات په ترڅ کې، هغه کس چې، د دغه جنایت رهبري یې کوله، له یوه ملګري سره یې ووژل شول.»

ښاغلی مجاهد دغه‌راز زیاتوي چې، د دغو عملیاتو په پایله کې یو اندازه وسلې، مهمات له هغې ډلې لاسي بمونه او چاودېدونکي توکي هم تر لاسه شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند وايي چې، دا ډله په بلوچستان کې د داع_ش له مرکزونو رهبري کېده او ټول بریدونه یې په بلوچستان کې د داع_ش د خراسان څانګې په لارښوونه ترسره کړي دي.

ذبیح‌الله مجاهد وايي:«د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی، هر هغه څوک چې، د خلکو امنیت وګواښي او د خلکو پر ضد اقدام وکړي، ډېر ژر د خپلو کړو په سزا ورسېږي.»

د سیاسي چارو شنونکی یوسف امین ځاځی هم په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«د داع_ش پروژه بهرني اړخونه لري نه کورني، او د افغانستان په خلکو پورې تړاو نه‌لري. موږ د خپلې ازادۍ لپاره جنګېدلي یو، د نیواک پر وړاندې جنګېدلي یو؛ خو هېڅکله ترهګر نه‌وو.»

د روان لمریز کال په وږي میاشت کې ناپېژاندو کسانو د دایکندي او غور تر منځ سیمه کې پر ملکي کسانو ډزې وکړې چې، په پایله کې یې ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "اسلامي امارت په غور او کونړ کې د څلورو داع_شیانو له وژل کېدو خبر ورکوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*