افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ شپږ نورې پېښې ثبت شوې

Loading

د روغتیا نړیوال سازمان وايي په تېره یوه اونۍ کې په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې دي. دغه سازمان دوشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې درې پېښې په افغانستان او درې په پاکستان کې ثبت شوې دي.

ډبلیو اېچ او په خبرپاڼه کې کاږي چې د پولیو دوه مثبتې پېښې د کندهار ولایت په میوند او غورک ولسوالیو کې او یوه پېښه د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.

له دې سره یې له ډیورنډ پورې غاړه د بلوچستان په پشین، د سند په حیدراباد او د خیبر پښتونخوا کوهاټ کې د ګوزڼ درې نوې پېښې تایید کړې دي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې پولیو په کې له منځه نه ده تللې او لا هم د ماشومانو راتلونکې ګواښي.

په افغانستان کې د ماشومانو ګوزڼ پېښې په داسې حال کې زیاتې شوې چې د واکسین د ترسره کولو څرنګوالی چې کور په کور وي یا جومات په جومات لا ډېر روښانه نه دی.

د شمېرو له مخې، د روان زېږديز کال له پيل راهيسې په افغانستان کې د پوليو ٢٢ او په پاکستان کې ٢٤ پېښې ثبت شوې دي.

ګوزڼ يوه ساري ناروغي ده چې په معمولاً تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان اغيزمنوي، چې په ځینو مواردو کې د انسان ټول بدن فلجوي.

واکسین

نو ځکه ملګرو ملتونو بیا بیا ټینګار کړی چې نړيوال روغتيايي سازمانونه او سيمه ييز حکومتونه بايد په افغانستان او پاکستان کې د پوليو د له منځه وړلو د هڅو د پياوړتيا لپاره همکاري وکړي.

د ګوزڼ ضد واکسین په اړه افغانستان کې له پخوا راهیسې حساسیتونه او مخالفتونه موجود دي. د پولیو له منځه وړلو هڅو کې ځینې ښکېل کارکوونکي وايي، کلیوال نه غواړي چې نامحرم سړی یې د کور دروازه وټکوي. خو بل لور ته د ښځینه واکسیناتورانو سخت کمی دی.

د ا.ا. حکومت جګپوړو روغتیايي چارواکو د روان کال پیل کې د قطر پلازمېنه دوحه کې د پولیو یا ګوزڼ د له منځه وړلو پروګرام اړوند تخنیکي مشورتي ناسته کې تمه ښودلې وه، چې ۲۰۲۴ کال به په افغانستان کې د ګوزڼ ریښې وباسي.

خو د افغانستان په سویلي ولایتونو کې او ورسره پراته بلوچستان ایالت کې د نویو پېښو ثبتېدلو دغه هوډ ټکنی کړی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ شپږ نورې پېښې ثبت شوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*