افغانستان د مرکزي اسیا زون والیبال سیالیو کې مالدیپ ته ۳-۰ ماتې ورکړه
د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا زون اتلولۍ کې د مالدیپ لوبډلې ته د ۳-۰ په پریکنده نمرې سره ماتې ورکړه.
د والیبال ملي لوبډلې لوبغاړي نن ماسپښین (پنجشنبه) په خپله دویمه لوبه کې د مالدیپ لوبډلې سره مخ شول او خپل سیال ته یې په بشپړې بریا سره ماتې ورکړه.
د افغانستان او مالدیپ لوبډلو ترمنځ لوبه د بنګله دیش په کوربه توب ترسره شوه.
د والیبال ملي لوبډلې پرون په خپله لومړۍ لوبه کې سریلانکا ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د والیبال ملي لوبډله به سبا (جمعه) د ترکمنستان په وړاندې سیالۍ ته دوام ورکړي.
د مرکزي اسیا زون د والیبال اتلولۍ به د افغانستان، بنګله دیش، نیپال، مالدیپ، ترکمنستان او سریلانکا د لوبډلو ترمنځ د لیګ په بڼه ترسره شي.

لومړی نظر وکړئ on "افغانستان د مرکزي اسیا زون والیبال سیالیو کې مالدیپ ته ۳-۰ ماتې ورکړه"