افغانستان سره د امریکا د مرستو د درېدو غوښتنه او د اسلامي امارت غبرګون

Loading

له افغانستان سره د مرستو په تړاو د سیګر د وروستي راپور له خپرېدو وروسته اوس اوس فاکس نیوز راپور ورکړی چې، د امریکا د بهرنیو چارو له وزیره غوښتل شوي چې، له افغانستان سره خپلې مرستې بندې کړي.

د دغې رسنۍ د راپور له مخې یوه امریکایي سناتور په یوه لیک کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیره غواړي چې افغانستان ته د مرستو د رسېدو څرنګوالی وڅېړي.

خو د اقتصاد وزارت د نړۍوالو مرستو په برخه کې لاسوهنه ردوي او وايي چې په اوسني وضعیت کې د مرستو درول د هېوادوالو په زیان دي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین، عبداللطیف نظري و ویل: «اسلامي امارت د نړۍوالو بنسټونو په مرسته کې هیڅ ډول لاسوهنه نه کوي. دغه مرستې د اړمنو کسانو لاسونو ته ځي. هر هغه راپور چې له افغانستان سره د مرستو د درېدو لامل کیږي، موږ یې په شدیده توګه ردو او د افغانانو په حق کې یې جفا ګنو.»

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت وايي: «باید څرګنده یې کړم چې اسلامي امارت د هیڅ لوري هیڅ ډول نړۍوالې مرستې نه ترلاسوي.»

بلخوا، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي په اوسني وضعیت کې د بشري مرستو دوام د افغانستان د اقتصاد د ښه کېدو او ودې لپاره مهم بولي.

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالشکور هډه وال وايي: «که مرستې ودریږي، زما له نظره د افغانستان له خلکو سره جفا ده. ځکه خلک ډېر بې وزله دي او پر مرستو ډاډه دي.»

 اقتصادي چارو شنونکی، محمد نبي افغان : «په تېرو درېیو کلونو کې د افغانیو د ثبات، نورې مرستې کوي او که دغه مرستې ودریږي، افغانۍ بې ثباته کیږي.»
 
دا په داسې حال کې ده، چې  د امریکا د ځانګړي پلټونکي د دفتر (سیګر) وروستی راپور ښيي چې د ۲۰۲۱ زېږدیز کال له اګست میاشتې راهیسې امریکا د افغانانو او افغان کډوالو لپاره شاوخوا ۲۰.۷ میلیارده ډالر ځانګړي کړي چې له دې دې منځه ۲.۹  میلیارده ډالره یې بشري او پراختیایي مرستې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغانستان سره د امریکا د مرستو د درېدو غوښتنه او د اسلامي امارت غبرګون"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*