د افغانستان او زمبابوې ترمنځ په دویمه ټسټ لوبه کې افغان لوبډله په درېیمه ورځ د اوو لوبغاړو په سوځېدلو سره ۲۰۵ منډې مخکېوالی لري.
زمبابوې د ټسټ د دویمې لوبې پچې/ټاس په ګټلو سره د لومړۍ توپ اچونې پریکړه وکړه او افغانستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو سره ۱۵۷ منډې وکړې. په ځواب کې یې زمبابوې په دویمه ورځ په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۲۴۳ منډې وکړې او ټول لوبغاړي وسوځېدل.
افغان لوبډلې په درېیمه ورځ د اوو لوبغاړو په سوځېدلو سره ۲۹۱ منډې وکړې او له سیالې لوبډلې څخه ۲۰۵ منډې مخکې شو.
د افغانستان لپاره یو ځل بیا رحمت شاه ښکلې توپوهنه وکړه او د ۱۳۹ ارزښتناکو منډو وروسته وسوځېد.
په روانه سیالۍ کې بل ځوان لوبغاړي عصمت عالم هم ښه توپونه کړې او د ۶۴ منډو وروسته یې خپله وېکټه ساتلې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ د عالم د نننۍ لوبې په اړه پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي: “عصمت عالم د زمبابوې په وړاندې روانه لوبه کې نیمه سلیزه جوړه کړه او لا هم خپلې غوره توپوهنې ته دوام ورکوي. نوموړي په خپله لومړنۍ ټسټ لوبه کې لوبېږي او دا یې د لوبې په دغه بڼه کې لومړنۍ نیمه سلیزه ده چې د افغان لوبډلې په ګټه یې جوړوي”.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د روانې ټسټ لوبې درېیمه ورځ د باران له امله له اصلي وخت وړاندې پای ته ورسېده.
د کرکټ مبصرین وايي که باران په روانه لوبه کې خنډ نشي، د افغان لوبډلې پیاوړې توپ اچونې ته په پاملرنې د دې احتمال زیات دی چې افغانستان ټسټ لوبه وګټي.
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ټسټ لومړۍ لوبه مساوي پای ته ورسېده او دوو لوبغاړو رحمت شاه او حشمتالله شهیدي پکې غبرګې سلیزې وکړې.
د ټسټ له سیالیو وړاندې افغانستان له زمبابوې څخه د شل اوریزو او یو ورځینو نړیوالو سیالیو د لوبو لړۍ وګټلې.
لومړی نظر وکړئ on "افغانستان له زمبابوې سره په ټسټ سیالۍ کې ۲۰۵ منډې مخکې شو"