افغانستان ملګرو ملتونو او ا.ا. افغانستان کې د مرستې رسونې ادارو پر وړاندې پر پرتو ګواښونو خبرې کړي

ملګرو ملتونو په کابل کې د ا.ا.د حکومت د یو شمیر وزارتونو او ددغې ټولنې د یو شمیر ادارو ترمنځ د همغږۍ د لوړې کچې څلورمې ناستې کې په شویو بحثونو باندې خوښيي ښودلې او په ناسته کې د کډونوالو ترمنځ په څرګنده د لاس ته راوړنو، ګواښونو او فرصتونو په اړه د نظریاتو د وړاندې کولو ستاینه کړې ده.

افغانستان کې د ملګرو ملتوتو د عمومي منشي مرستیال او د بشري چارو همغږي کوونکي انډریکا رتواتي د پنجشنبې په ورځ جنورۍ ۱۶(مرغومې ۲۷) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پرته له دې چې د ا.ا. د حکومت د یو شمیر وزارتونو او د ملګرو ملتونو د ادارو ترمنځ د همغږۍ د لوړې کچې څلورمې ناستې د بحثونو په اړه جزئیات وړاندې کړي ویلي دي چې د افغانانو اړتیاو لپاره د حل د لټولو یوازینۍ لار ډیالوګ دی.

هغه ویلي: “زه د لاس ته راوړنو، ګواښونو او فرصتونو په اړه چې په افغانستان کې د مرستې رسونې ادارې ورسره مخ دي، تیره ورځ کابل کې په لوړه کچه ناسته کې په څرګند ډول د نظریاتو د تبادلې څخه هڅول شوي یم. په داسې حال کې چې د افغانانو اړتیاوې د بحثونو په منځ ځای لري، ډیالوګ د پرمخ د تللو لپاره یوازینۍ لار ده”.

د چهارشنبې په ورځ جنورۍ ۱۵ (مرغومې ۲۶) د ا.ا. د حکومت د بهرنیو چارو په وزارت کې د ا.ا. د حکومت د یو شمیر وزارتونو او د ملګرو ملتونود ادارو ترمنځ د همغږۍ د لوړې کچې څلورمه غونډه جوړه شوې وه.

د ا.ا. د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې په دې ناسته کې پر نهو موضوعاتو باندې چې اقتصادي ثبات، روغتیا او تغذي، تعلیم، معیشت، خوړو خوندیوب او کرهڼه، نشه يي توکو سره مبارزه اقلیم بدلون او اوبه، کډوالي او داخلي بې ځایه کیدنې او د پریکړو د نیولو لپاره اړینو شمیرنو د برابرولو اوړند مسایل په کې شامل وو خبرې شوي دي.

دې غونډې ته د ا.ا. د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وویل، دې دا درک کوي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد نه دی، چې بشري او پرمختایي مرستو ته اړتیا لري، بلکې د متقي په وینا د نړۍ په نورو هیوادونو کې هم د جګړو او طبیعي پیښو له امله ډیرې زیاتې اړتیاوې شته او لا هم دا اړتیاوې د زیاتیدو په حال کې دي.

خو هغه وویل چې افغانستان د نورو هیوادونو سره توپیر لري او هغه دادی چې دا هیواد نور په جګړه کې ښکیل نه دی بلکې د هغه په وینا د جګړې څخه وروسته حالت کې قرار لري، چې ورته مرسته برابرول د پانګونې او د سبا ورځې د اړتیاو د ختمولو په معنی دي.

امیر خان متقي وویل: “ددې لپاره چې له نړیوالو مرستو اعظمي استفاده وشي په کار ده چې د مرستو ویش د افغانستان د خلکو د اړتیاو او لومړیتوبونو سره عیار شي او په دې برخه کې روانه همغږي نوره هم پیاوړې شي”.

دغه راز امیر خان متقي په خپلو څرګندونو کې د مرستې رسونې ادارو ته د امنیت د خوندیتوب او په افغانستان کې د ډاډه سفر د امکاناتو د برابرولو ډاډ هم ورکړ.

د ملګرو ملتونو د ادارو او د ا.ا. د حکومت د یو شمیر وزارتونو ترمنځ د لوړې کچې څلورمه ناسته په داسې حال کې جوړه شوې چې ددې دمخه ملګرو ملتونو د مرستې رسونې په چارو کې د ا.ا. د حکومتي چارواکو د لاس وهنو په اړه په پرله پسې ډول راپورونه ورکړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د اکتوبر ۲۴ (لړم درېیم) په یو راپور کې ویلي چې افغانستان باندې د ا.ا. د بیا واکمنیدو راهیسې دغې ډلې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې څخه تراوسه لږ ترلږه ۳۹۲ لارښوونې صادرې کړي چې بشردوستانه فعالیتونه ورڅخه مخامخ اغیزمن کیږي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر “اوچا” په دې راپور کې ویلي چې ددغو لارښوونو له ډلې ۷۱ یې په ځانګړي ډول د بشري مرستو په بهیر کې د ښځو د ګډون په تړاو صادرې شوې دي.

اوچا په دې راپور کې د اندیښنې په څرګندولو ویلي چې ددغو لارښوونو ۹۷ لارښوونې د روان ۲۰۲۴ کال په ترڅ کې د ا.ا. د رهبرۍ او حکومتي ادارو له خوا صادرې شوې، چې شپږ لارښونې یې د ښځو د کار د منع کیدو په تړاو صادرې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر میاشت کې په افغانستان کې د بشري مرستو د بهیر پر وړاندې د ننګونو او خنډونو په اړه ویلي چې د تیر کال د سپټمبر په میاشت کې په افغانستان کې د مرستې رسونې ادارو د مرستې رسونې په بهیر کې د ۱۷۳ لاس وهنو په اړه راپور ورکړی چې ۹۸ فیصده دغه لاس وهنې د ا.ا. د حاکمو چارواکو له خوا ترسره شوي وې.

اوچا ویلي چې د ا.ا. د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خوا د روان ۲۰۲۴ کال د اګست په ۲۱ (زمري ۳۱ ) د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون د توشیح وروسته د مرستې رسونې په چارو کې یې د امربامعروف او نهی عن المنکر وزارت د محتسبینو له خوا ۴۷ دغسې لاس وهنې ثبت کړي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغانستان ملګرو ملتونو او ا.ا. افغانستان کې د مرستې رسونې ادارو پر وړاندې پر پرتو ګواښونو خبرې کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*