افغانستان په لومړي ځل په کرکټ کې جنوبي افریقا ته ماتې ورکړه

Loading


د افغانستان او جنوبي افریقا ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړنۍ لوبه چهارشنبې سپتمبر ۱۸ (وږي ۲۸) د شپږ ویکټو په توپیر افغانستان وګټله.


دا لومړی ځل دی چې په نړیوال کرکټ کې د افغانستان ملي ټیم جنوبي افریقا ته ماتې ورکوي.


د افغانستان او جنوبي افریقا ترمنځ له دې
وړاندې دوه یو ورځنۍ او درې ۲۰ اوریزې لوبې شوې وې او ټولې د جنوبي افریـقا
په ګټه پای ته رسېدلې وې.


جنوبي افریقا نن د لوبې د پچې له ګټلو وروسته د
لومړي توپ وهلو پرېکړه وکړه او په ۳۳ اورونو کې د ۱۰۶ منډو کولو وروسته یې
ټول لوبغاړي وسوځېدل.


افغانستان وکولای شول چې دغه هدف د څلورو لوبغاړو په سوځېدو په ۲۶ اورونو کې پوره کړي او لوبه وګټي.


د افغانستان لپاره ترټولو زیاتې منډې ګلبدین نایب وکړې. هغه په ۲۷ توپونو ۳۴ منډې وکړې او ترپایه ونه سوځېد.


جنوبي افریقا د لوبې په لومړنیو ۱۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۳۶ منډې کړي وې.


دا د یو ورځینو نړیوالو لوبو په تاریخ کې د
جنوبي افریقا ترټولو کمې منډې دي او لومړنی ځل دی چې جنوبي افریـقا د یو
ورځني کرکټ په لومړنیو ۱۰ اورونو کې اووه لوبغاړي له لاسه ورکوي.


د افغانستان تیز توپ اچوونکي فضل الحق فاروقي
وکولای شول په خپلو لومړنیو څلورو اورونو کې د جنوبي افریقا درې لوبغاړي
وسوځوي. فاروقي څلور لوبغاړي وسوځول.


څلورمه، پنځمه او شپږمه ویکټ د افغانستان توپ اچوونکي الله محمد غضنفر واخیسته. راشد خان دوه لوبغاړي وسوځول.


دا لوبې د افغانستان په کوربه توب د متحده
عربي اماراتو په شارجه کې کیږي. دوهمه لوبه د جمعې په ورځ ده او ددې لړۍ
وروستۍ لوبه د سپتمبر په ۲۲مه کیږي.


منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغانستان په لومړي ځل په کرکټ کې جنوبي افریقا ته ماتې ورکړه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*