افغانستان په ۱۴۰۳ کې د ۱۵ میلیون ډالرو په ارزښت غالۍ صادر کړي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمیرې ښې چې په تېر لمریز کال کې د نږدې ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت غالۍ له هېواده بهر صادرې شوې دي.

کابل کې یو شمېر د غالۍ پلورونکي د دغه صنعت ارزښت ته په کتو؛ له اسلامي امارت غواړي چې د دغو تولیداتو لپاره د بازار غوړېدو په موخه په کور دننه او بهر نندارتونونه جوړ کړي.

محمد هارون، د غالیو پلورونکی وايي: «موږ هره میاشت، که هغه نندارتون د هېواد دننه وي یا بهر، ګډون پکې کوو، خو په بهرنیو نندارتونونو کې د زموږ د هېوادوالو ګډون ډېر محدود وي. یانې موږ ته یوه محدوده ساحه راکول کېږي. له همدې امله زموږ غوښتنه له حکومته دا ده چې باید موږ ته پراخه ساحه راکړل شي، څو وکولای شو په نړۍوال بازار کې برخه واخلو.»

په همدې حال کې د غاليو اوبدونکو او صادرونکو ټولنه د افغاني غالۍ اوبدنې په تړاو د بهرنیو لېوالتیا ته په اشارې وايي، اړتیا ده چې بهر ته د غالیو په لېږد کې اسانتیاوې رامنځته شي.

د افغانستان د غالیو تولېدونکې ټولنې د مدیره پلاوي غړی، محب الله کوهي په دې اړه وايي: «موږ خپلې غالۍ له دې ځایه امریکا، جرمني او ترکیې ته په ۱۵ یا ۲۰ ورځو کې هم نشو رسولای، خو هغوی یې په دوه ورځو کې رسوي. پېرېدونکي راته وايي، باید توکي مو تر ۱۵ ورځو را ورسوئ، خو موږ یې ان په شلو ورځو کې هم نشو رسولای. دا زموږ تر ټولو لویه ستونزه ده.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت بیا وايي، پاکستان، ایران، هالنډ، ترکمنستان، جرمني، امریکا، هند او یو شمېر نور هېوادونه د افغانستان د غالیو مهم اخیستونکي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد هم وايي: «د ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې د افغانستان د غالیو صادرات ۳۶۳۲ ټنه وو چې ارزښت یې شاوخوا ۱۵ میلیونه او ۲۰۰ زره ډالرو ته رسېږي. دغه صادرات پاکستان، اسټرالیا، ایران، ترکیې، ترکمنستان، ازبېکستان، جرمني، هالنډ، امریکا، هند، کاناډا، متحده عربي امارات، سعودي عربستان او نورو هېوادونو ته ترسره شوي دي.»

غالۍ اوبدنه د افغانستان مهم صنعت دی چې تر ډېره پرې خلک په شمالي ولایتونو، په ځانګړي ډول بلخ، فاریاب، جوزجان او سرپل کې بوخت وي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو لمخې، اوس مهال په هېواد کې یو میلیون او دوه سوه زره خلک د غالیو په اوبدلو او صادرولو بوخت دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغانستان په ۱۴۰۳ کې د ۱۵ میلیون ډالرو په ارزښت غالۍ صادر کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*