افغانستان کې د انساني قاچاق ستونزه

1
1

په افغانستان کې د ا.ا. حکومت د وزیرانو شورا غونډه کې کورنیو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې چې د انساني قاچاق مخنیوي لپاره لاس په کار شي.

د ا.ا. حکومت اړوند رسنیو له خوا د دې پرېکړې په اړه ډېر تفصیل نه دی ورکړل شوی، خو د یاد وزارت چارواکو بي بي سي ته وویل د دې پرېکړې په رڼا کې به د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره پلان حوړیږي.

دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې له افغانستانه د کډوالۍ لړۍ تر پخوا پراخه شوې او دې لړ کې یو زیات شمېر کسان په تېره ځوانان له قاچاقي لارو د انساني قاچاق وړونکو پر مټ نورو هېوادونو ته ځي.

له کله چې ا.ا. بیا واکمن شوي عمدتا د بۍ کارۍ او امنیتي ستونزو له امله یو زیات شمېر کسانو همدا له خطره ډکه لار خپله کړې، ځینې یې هدف ته رسېدلي او یو شمېر نورو یې په سمندرونو ، واورو او ځنګلونو کې ژوند بایللی.

په دې وروستیو کې د کډوالۍ نړیوالې ادارې ویلي وو له ۲۰۲۰ کال راهیسې له افغانستانه نږدې اته میلیونه کسان کډوال شوي دي.

د ا.ا. حکومت دا شمېرې رد کړې. خو تازه یې د وزیرانو شورا غونډه کې د کورنیو چارو وزار ته دنده سپارلي چې له نورو اړونده ارګانونو سره د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره ګامونه واخلي.

په دې اړه ډېر تفصیل نه دی ورکړل شوی، خو د یاد وزارت ویاند عبد المتین قانع بي بي سي ته وویل د وزارت د ستراتیژیک پلان په رڼا کې به د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره ګامونه اخېستل کېږي.

نوموړي وویل، په افغانستان کې دننه انساني قاچاق په بشپړ ډول کنټرول شوی دی.

خو د هغه په وینا ”د انساني قاچاق په هغه برخه کې چې له افغانستانه بهر کېږي، مشکلات شته، خو په هغه برخه کې هم د سیمې له هېوادونو سره په ناستو کې د کورنیو چارو وزارت همکارو او همجوارو هېوادونو ته یادونه کړې، چې په دې برخه کې همکاري وکړي.”

د فرانسې په کالاس کې د کډوالو یوه ډله، چې ډېری یې افغانان دي. ارشیف تصویر
د عکس تشریح، د فرانسې په کالاس کې د کډوالو یوه ډله، چې ډېری یې افغانان دي. ارشیف تصویر

نوموړی وايي، ”د انساني قاچاقبرو لویې ډلې په بهر کې دي، خو په افغانستان کې دننه داسې هېڅ یوه بانډ ته اجازه نه ورکوو، چې حضور ولري.”

د عیني شاهدانو په وینا د انساني قاچاق وړونکو شبکه د افغانستان له کلیو، بانډو او ښارونو سرچینه اخلي. دوی وايي، دا شبکه څو کړۍ لري چې په پایله کې له افغانستان بهر په ایران، ترکیه پاکستان او اروپايي هېوادونو کې له نورو کړیو سره وصلېږي.

د کډوالو د برخې بریتانیا مېشتی فعال ګل ولي پسرلی مې وپوښتنه چې د انساني قاچاق ستونزه څومره پراخه او لویه ده؟

”دا خو یو مجرمانه چاره ده، خو ځینې خلک یې تقاضا ته په کتو سره د غیر قانوني سوداګرۍ په توګه کوي.”

ښاغلی پسرلی زیاتوي: ” قاچاقبري تر یوه بریده زیاته شوې ده. د بېلګې په توګه زموږ معلومات ښيي، چې که په کالاس کې مخکې لس قاچاقبران موندل کېدل، نو اوس شل، پنځویشت تنه موندل کېږي، که څه هم دا خلک نیول کېږي، سزاګانې ورکول کېږي، خو لامل یې همدا دی، چې خلک له بدبختیو تښي او په غیرقانوني او قاچاقي لارو سفرونه کوي.”

په افغانستان کې د ا.ا. حکومت د کورنیو چارو وزارت چې نن سې شنبه یې خپل کاري راپور له رسنیو سره شریکاوه، د انساني قاچاق وړونکو پر وړاندې اقداماتو برخه کې په ځانګړې توګه څه و نه ویل، خو شاوخوا لس میاشتې وړاندې د دې وزارت چارواکو ویلي وو چې په شپږو میاشتو موده کې د انساني قاچاق ۲۸ پېښې ثبت شوې او په تړاو یې ۳۲ تنه نیول شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغانستان کې د انساني قاچاق ستونزه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*