افغانستان کې د کوکنارو پر کښت بندیز؛ مالوچ به د کوکنارو بدیل فصل شي؟

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته اوس ډېری کروندګرو د مالوچو کرلو ته مخه کړې ده. د طالبانو د حکومت د کرنې وزارت وايي سږ کال د پنبې په حاصلاتو کې څلوېښت سلنه زیاتوالی راغلی.

رسمي شمېري ښيي، چې سږ کال دغه هېواد څه باندې ١٥٠ زره ټنه پنبه صادره کړې، چې له اړخه یې ٢٣٣ ميليونه ډالره عايد ترلاسه شوی، خو پنبه د کوکنارو ښه بدیل کېدای شي؟

زموږ همکار مامون درانی وايي د کندهار په اوو ولسوالیو کې هغه کروندې اوس د پنبې (مالوچو) کښتونو پوښلې، چې دوه کاله وړاندې د کوکنارو کښتونه پر ولاړ وه.

د راپورونو له مخې، سږکال کندهار کې پر شاوخوا ۲۰۰۰ هکټاره ځمکه پنبه (مالوچ) کرل شوي دي.

مالوچ

د کندهار دامان ولسوالۍ یو اوسېدونکی حاجي لالا وايي له خپلې اته جرېبه کروندې نه یې اته ټنه پنبه ټول کړې، چې دده په خبره تر بل هر وخت کمساری پیداوار دی، خو وايي بازار یې لوېدلی دی:

“په دامان ولسوالۍ کې له تېر کال راهیسې خلکو ډېره پنبه کرلې، خو بازار یې ښه نه دی او خلک یې اندېښمن کړي دي. موږ د پنبې د خرڅلاو لپاره د حل لاره غواړو. د پنبې په صادرولو سره به خلک په کار بوخت شي، فابریکې به فعالې شي او د ځمکې څښتن او بزګران یوه ټوټه ډوډۍ ولري او دا ناورین به پای ته ورسېږي.”

حاجي لالا پنبه د کوکنارو ښه بدیل بولي ځکه دده په خبره د هغه پرتله یې خواري لږ ، په پنځلسو ورځو کې یو ځل اوبه غواړي او د للمي غنمو د فصل ټولولو وروسته پنبه د دوهم فصل په توګه کرل کېږي.

هلمند او کندهار، چې د تریاکو تولید کې د افغانستان په کچه لومړی او دویم ځای درلود اوس په دغه دوو ولایتونو کې د پنبې د کښت له ډېرېدو سره د پنبې دانې د پروسس شاوخوا ۸۰ فابریکې فعالې دي، چې وړاندې یې شمېر یوازې شلو ته رسېده.

د پنبې کښت او تولیداتو کې ۴۰ سلنه زیاتوالی

مالوچ

عبدالحلیم د کندهار صنعتي پارک کې له تېرو څو کلونو راهیسې د پنبې د پروسس چارې مخته وړي. نوموړی وايي وړاندې به یې د خپلو تولېداتو پنځه سلنه پنبه دانه له کندهار نه ترلاسه کوله، خو تېرو دوو کلونو کې دده په خبره دغه کچه پنځوس سلنې ته لوړه شوې ده:

“لکه څرنګه چې د پنبې کښت زیات شوی پروسس یې هم زیات شوی دی، خو بیه یې سمه نه له ۱۵۰ سینټه (۱۰۶ افغانۍ) څخه بیه ۸۵ سینټه (۶۰ افغانۍ) ته رالوېدلې ده.”

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت د مالوماتو له مخې، تېر کال په افغانستان کې پر نژدې پنځه پنځوس زره هکټاره ځمکه پنبه کرل شوې، چې شاوخوا ۷۲ زره میټریک ټنه پنبه دانه ترې ټوله شوې وه.

ددغه وزارت ویاند مصباح الدین مستعین وايي سږ کال د پنبې په کښت او تولیداتو کې څه باندې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی:

“سږ کال په ټول هېواد کې پر ۹۳ زره هکټاره ځمکه د پنبې تر کښت لاندي وه، چې له دې کروندو یو سل او دوه ویشت زره میټریک ټنه پنبه راټوله شوې ده.”

کوکنار

ښاغلی مستعین وايي پنبه د افغانستان ۱۷ ولایتونو کې کرل شوې وه، چې تر ټولو زیات پنبه هلمند، بلخ، جوزجان، ننګرهار، کندهار، تخار، کندوز، بغلان ، سمنګان او نیمروز ولایتونو نه راټوله شوې ده.

د کوکنارو پر کښت د طالبانو له بندیز وروسته د هغه د اقتصادي پایلو او دوامداره بدیلونو په اړه اندېښنې زیاتې او لا له وړاندې زعفران، انجه (هنګ) او پنبه د بدیل کښتونو په توګه مطرح کېږي، خو د دغو درېیو واړو پراخ کښت او تولید، چې د تقاضا او صادراتو پرتله یې کچه خورا لوړ ده په کور دننه بازارونو کې د بیو د لوړېدو لامل شوي دي .

خو دا چې د طالبانو حکومت کې د سوداګرۍ وزارت د پنبې د پیداوار لپاره د بازار موندنې برخه کې څه کړي ددغه وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد مو پوښتلی دی:

“تېر کال ۱۵۳ زره ټنه ، چې ټولنیز ارزښت یې ۲۳۳ میلیون ډالره کېږي د مالوچ (پنبې) صادرات موږ درلودل، هڅه مو دا ده، چې د سیمې له هېوادونو هاخوا نورو بهرنیو بازارونو ته هم د مالوچ صادرات ولرو.”

کوکنار
د عکس تشریح،

کندهار، هلمند او فراه ولایتونو کې د پنبې کښت سلګونه کاله مخینه او د افغانستان له لومړنیو سیمو شمېرل کېږي، چې پنبه په کې ترویج او کرل شوې ده.

په افغانستان کې نژدې ۵۰ کاله وړاندې په کلنۍ کچه پر ۱۲۸۰۰۰ هکټاره ځمکه پنبه کرل کېده او شاوخوا یو لک او پنځوس زره ټنه پنبه ترې ټولېده، خو په دغه هېواد کې سیاسي بدلونونه، ناارامۍ او له کبله یې د نړۍ له هېوادونو سره د اړېکو شلېدل ددغه بوټي ځای خشخاش او بنګو ونیو.

اوس چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د طالبانو له خوا د خشخاش او بنګو پر کرلو بندیز لګېدلی له همدې امله یوې روښانې او هر اړخیزې ستراتیژۍ ته اړتیا شته، چې د موسمي وړاندوینو پر بنسټ د کرنې پلانولو لپاره د پالیسيو بدلون، د تولید شوو توکو لپاره پراخه بازار موندنه، بهرنیو هېوادونو ته د هغه صادرات، د اوبو لګونې لارو چارو نوي کول او د سپما لپاره یې د ټیکنالوژیو کارولو سره د کروندګرو لاسنیوي وشي، چې د تل لپاره د خشخاش او بنګو له کښټونو سره مخه ښه او هغو بدیلو کښتونو ته مخه کړي، چې ورسره یې د اوړو جوال او جېبونه دواړه ډک شي.

منبع

1 Comment on "افغانستان کې د کوکنارو پر کښت بندیز؛ مالوچ به د کوکنارو بدیل فصل شي؟"

  1. مواد مخدر یکی از خطرناکترین زهری است که انسان را به مرگ میکشاند

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*