افغانستان کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان څه باندې ۲ زره کاري فرصتونو برابر کړي

د کډوالو نړۍوال سازمان وايي، د ۲۰۲۳ کال له جنوري څخه یې تر سپټمبر پورې په افغانستان کې ۲ زره کاري فرصتونه برابر کړي وو.

دغه سازمان زیاته کړې، چې په کوچنیو او متوسطو پانګونو سره د سوداګرۍ د ودې، بې ځایه شویو، ښځو او راستنېدونکو سره مرسته کوي.

د اقتصادي چارو شنونکی، شمس الرحمن احمدزی وايي: «افغانستان کې باید په بېلابېلو برخو کې پروژې پیل شي، څو زموږ هغه وروڼه او خویندې چې وزګار دي او په کور دي، هغوی ته کار پیدا شي او کوچني او لویه سوداګري وکړای شي.»

یو شمېر متشبثې ښځې وايي، د کورني اقتصاد د پیاوړتیا لپاره اړتیا ده، چې له سوداګرو ښځو ملاتړ وشي.

ممتاز یوسفزۍ په دې اړه بیا داسې وايي: «موږ اړتیا لرو، چې ښځې هم پرمختګ وکړي او هغه ډونر موسسې چې افغانستان ته راغلې دي باید له ښځو ملاتړ وکړي او له خلکو سره هم مرسته وکړي.»

د اقتصاد وزارت بیا وايي، د اوږد مهاله کاري فرصتونو د پیداکېدو لپاره اړتیا ده، چې نړۍوال بنسټونه په زېربنايي برخو کې پانګونه وکړي.

ملګری ملتونه وایی، په تېرو دریو کلونو کې له افغانستان سره له ۷ میلیاردو ډالرو ډېرې مرستې شوي، خو شنونکی په دې باور دي د بشري مرستو د لګښتونو له امله دا مرستې نه شي کولای چې په بنسټیزه توګه د افغانستان ستونزې حل کړي.

ممتاز یوسفزۍ په دې اړه بیا داسې وايي: «موږ اړتیا لرو، چې ښځې هم پرمختګ وکړي او هغه ډونر موسسې چې افغانستان ته راغلې دي باید له ښځو ملاتړ وکړي او له خلکو سره هم مرسته وکړي.» زره

د اقتصاد وزارت بیا وايي، د اوږد مهاله کاري فرصتونو د پیداکېدو لپاره اړتیا ده، چې نړۍوال بنسټونه په زېربنايي برخو کې پانګونه وکړي.

ملګری ملتونه وایی، په تېرو دریو کلونو کې له افغانستان سره له ۷ میلیاردو ډالرو ډېرې مرستې شوي، خو شنونکی په دې باور دي د بشري مرستو د لګښتونو له امله دا مرستې نه شي کولای چې په بنسټیزه توګه د افغانستان ستونزې حل کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغانستان کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان څه باندې ۲ زره کاري فرصتونو برابر کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*