
راپور: افغانستان کې له هرو پنځو کسانو یو یې بشري مرستو ته اړتیا لري
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، افغانستان کې د خوړو نهخوندیتوب کچه لا هم لوړه ده او له هرو پنځو کسانو یو یې د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.
دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې د مرستو بندېدو سره به نږدې ۱۵ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ شي.
د خوړو نړۍوال پروګرام دغه راز زیاته کړې چې د روان زېږیز کال له مې میاشتې به د دې کال تر اکټوبر میاشتې ۹.۵ میلیونه کسان بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا ولري.
راپور کې راغلي چې: «اټکل کیږي چې د ۲۰۲۵ کال د مې او اکټوبر میاشتو تر منځ به افغانستان کې ۹.۵ میلیونه کسان د خوړو خوندیتوب له اړخه په درېیم یا له هغه پورته پړاو کې وي. شاوخوا ۱.۶ میلیون کسان په څلورم (بېړني) پړاو او نږدې ۷.۹۳ میلیون کسان په درېیم ( ناورین) پړاو کې راځي.»
د کابل اوسېدونکي، محمد جاويد و ويل: «کوم کار چې موږ کوو، د کور کرايه هم نه پرې نشو پوره کولای؛ د کور کرايه درې زره افغانۍ ده او درې، څلور مياشتې پاتې ده. يوازې په خداى توکل کوو. خلک د اختر د مېوو اخيستلو لپاره راوتلي، خو موږ يوازې ورته ګورو.»
د کابل بل اوسېدونکي، عزيز اغا و ويل: «له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده چې خلکو ته د کار زمينه برابره کړي، شرکتونه فعال کړي، د افغانستان خلک ډېر ځورېدلي دي.»
د خوړو نه خوندیتوب سربېره، بې وزلي او بېکاري د افغانانو او سرپرست حکومت پر وړاندې نور ستر خنډونه ګڼل کیږي. دغه ستونزې له وروستیو سیاسي بدلونونو او پر هېواد د بهرنیو مرستو تر بندېدو وروسته لا پسې ډېرې شوې دي. له بې وزلۍ او بېکاري سره د مبارزې لپاره د اسلامي امارت د چارواکو له پرلپسې ژمنو سره سره، وضعیت لاهم کړکېچن دی.
د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب وایي: «اقليمي بدلونونو، پرلپسې وچکاليو او اقتصادي بندیزونو له امله د خلکو اقتصادي وضعيت خراب شوی دی. د ښه والي لپاره یې ګډو ملي او نړۍوالو هڅو ته اړتیا ده. دا مهال د کرنې سکټور ملاتړ، د کورنیو توليداتو پياوړتيا، د وارداتو کمول او د اوبو سرچينو مدیریت زموږ له لومړيتوبونو دي.»
ځينې کارپوهان د دې وضعیت د حل یوازینۍ لار، کورنۍ او نړیوالې پانګونې، د کاري فرصتونو رامنځته کېدل، د کرنې ملاتړ او د پراختیایي پروګرامونو پیاوړتیا ګڼي.
د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالظهور مدبر و ویل: «پر بنسټيزو او پراختيايي پروژو کار به د هېواد اقتصاد ته اوږدمهاله ګټه ورسوي. موږ کولی شو چې طبيعي زېرمې ښې مدیریت کړو، بشري ځواک تنظيم کړو او د اقتصادي پرمختګ په لور حرکت وکړو.»
د نړۍوالو بنسټونو د راپورونو لمخې، افغانستان له وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته، په نړۍ کې له تر ټولو بد بشري او اقتصادي ناورین سره مخ دی او د نړۍوالو مرستو کمښت، مالي بندیزونو او بانکي محدودیتونو له امله میلیونونه افغانان د خپلو بنسټیزو اړتیاو د پوره کولو توان نه لري.
لومړی نظر وکړئ on "راپور: افغانستان کې له هرو پنځو کسانو یو یې بشري مرستو ته اړتیا لري"