د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هوسا افغانستان، نړۍواله ټولنه کې د بشپړ ادغام او له نړۍوالو سره د کړو ژمنو عملي کولو لپاره د یوې سیاسي حل لارې د نقشې پر جوړولو ټینګار کړی دی.
امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې چې، تازه خپره شوې، ویلي، د روانې ډسمبر میاشتې په ۱۲مه یې د افغانستان په اړه غونډه کې افغانستان کې پر نجونو او ښځو د لګول شویو بندیزونو او له طبي زده کړو د نجونو د منع کېدو په تړاو اندېښنې څرګندې کړي او له سرپرست حکومته یې غوښتي چې، دغه بندیزونه لغوه کړي.
د خپرپاڼې لمخې، د امنیت شورا غړو د افغانستان په سوله او ټیکاو کې د ملګرو ملتونو رول مهم بللی او ټینګار یې کړی چې، د افغانستان د مسایلو د حل لپاره د دوحې بهیر او د سیمې او نړۍ د سولې او ټیکاو په ګډون هڅې مهمې دي.
خبرپاڼه کې راغلي: « دوی دغه راز ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د سیاسي حل لارې او د سولې او ثبات لپاره د دوحې بهیر په ګډون چې د ملګرو ملتونو له لوري جوړ شوی، د افغانستان د ټولو اړوندو اړخونو، د سیمې او نړۍوالې ټولنې ترمنځ خبرې اترې او دغه راز په افغانستان، سمیه او له سیمې اخوا ثبات مهم دی. دوی زیاته کړه چې، د سیاسي حل لارې یوه نقشه باید جوړه شي چې لمخې یې له ټولو اړوندو خواو سره بحث وشي، څو افغانستان د خپلو خلکو او ګاونډیانو سره په سوله کې ژوند وکړي، له نړۍوالې ټولنې سره بېرته په بشپړه توګه یو ځای شي او خپلې نړۍوالې ژمنې عملي کړي.»
په اعلامیه کې دغه راز راغلي چې د امنیت شورا غړیو د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو، په تېره بیا د هغوی پر وړاندې د روغتیایي انسټیټیوټونو د تړل کېدو په تړاو ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده او له سرپرست حکومته یې غوښتي چې ژر تر ژره دغه اقدامات لغوه کړي.
دې خبرپاڼه کې دغه راز افغانستان کې پر نجونو او ښځو د لګول شویو بندیزونو په تړاو لیکل شوي: « د امنیت شورا غړي د طالبانو د سیاستونو او کړنو د دوام منفي اغېزو په تړاو ژوره اندیښنه لري چې، نجونې او ښځې له بشري حقونو او بنسټیزې ازادۍ بې برخې کوي او د افغانستان پر سولې، ټيکاو او پرمختګ منفي اغېز لري. او له طالبانو غوښتنه شوې چې، ژر تر ژره دغه سیاستونه او په خصوصي او دولتي طبي ښوونیزو مرکزونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو د ځنډ پرېکړه لغوه کړي. دغه برخه کې مثبت پرمختګونه له نړۍوالې ټولنې سره د باور د رامنځته کولو لپاره ډېر مهم دي.»
امنیت شورا د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د خاورې پر نه کارول کېدو ټینګار کړی او له سرپرست حکومته یې غوښتي چې، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ډېرې هڅې وکړي.
د سیاسي چارو شنونکي ویس ناصري و ویل: « د کار، زده کړې، ټولنه کې د فعالیت حقونه او د سیاسي بنسټونو ازادي دې چې تضمین نه کړي، د نړۍ هیڅ هېواد به هم اسلامي امارت په رسمیت ونه پېژني.»
د نشه یي توکو د قاچاق، کښت او تولید پر وړاندې مبارزه او د بشري مرستو د لاسرسي بهیر پر وړاندې د خنډونو لېرې کول له سرپرست حکومته د امنیت شورا نورې غوښتنې وې؛ خو اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
لومړی نظر وکړئ on "افغانستان کې پر بندیزونو د امنیت شورا د غړو اندېښنې"