سعودي د جوماتونو هغه امامان او مؤذنین نیولي چې د جوماتونو د استوګنځيو کرایه یې اخیسته

امامان

د سعودي عربستان (الاخباریة) خبري اژانس د شنبې په ورځ د ځینو هغو ملا امامان او مؤذنینو د نیولو خبر خپور کړ چې د جوماتونو اړوندو ځینو ودانیو کرایه اخلي او د اسلامي چارو وزارت په پیسو یې اختلاس کړی.‌

دا خبر په سعودي د ګرمو بحثونو او نیوکو لامل شوی دی.

په رپوټ کې راغلي، د اسلامي چارو وزات مامورانو د یوه جومات اړوندو ودانیو د مخالفت یوه بېلګه راخیستې چې له څو کلونو راهیسې په کرایه ورکړل شوی و، ځینې کرایه ورکوونکي وايي، دوی د کرایې پیسې د جومات امام ته ورکولې.

رپوټ کاږي، “دوی د خدای په خونه اختلاس کړی… هغه امامان او مؤذنین نیول شوي چې د جومات اړوندې برخې یې په څه باندې نیم میلیون ریال کرایه ورکړې وې.”

د جوماتو له ملحقاتو  ګټه اخیستل

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ, 1

ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئد ویډیو تشریح، خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ Twitter پای, 1 امامان

په مکه کې د جوماتو د ملحقاتو د څارډلې مشر عبدالرحمن الحارثي وايي، د کرایې پیسې د جومات د چارو د یوه سمبالوونکي جیب ته تللې دي چې دا د اسلامي چارو وزارت له کړنلارې ښکاره مخالفت دی.‌

الحارثي زیاتوي، په دې جومات کې د استوګنې ۹ ځایونه ضبط‌ شول، سربېره پر دې ۷ نورې خونې هم وې چې تشنابونه او د اوداسه ځایونه پکې راځي او په کرایه ورکړل شوي وو.

دی وايي، چې ددغو تشنابونو او د اوبو د برېښنا بېلونه وزارت وکول، خو کرایه یې شخصي جېبونو ته تلله.‌

محتسب او که پانګوال؟

د الاخباریة په رپوت کې د اکاډیمیکې سرغړونې یادونه هم شوې چې وايي “ځینې محصلان ګهیځ د سعودي پوهنتونونو کې سبق وايي او له مازیدګر وروسته امامت کوي”، د بېلګې په توګه دا د جدې په شمال یوه جامع جومات کې روان و او د جومات اړوند استوګنځي یې په کرایه ورکړي وو.

رپوټ کاږي، بلکې د جومات مناره هم له “پانګونې” نه ده خلاصه، هلته هم د استوګنځې ځای پکې جوړ شوی او د میاشتې په ۸۰۰ ریاله کرایه ورکړل شوی. امامان

د اسلامي شؤون (چارو) یوه چارواکي سلیمان الزومان ویلي، ملا امام دوکتورا لرونکی یو اکاډیمیک شخصیت دی، دا په دې جومات کې تورن محتسب دی، خو دا ردوي چې ګنې د وزارت رسمي مامور دې وي.

الزومان زیاتوي، ددې جومات ملا امام “وايي دی محتسب دی رسمي دنده نه اخلي؛ ځکه نه غواړي دا پانګونه او ګټه وټه یې افشا شي”.‌

پانګونې د جومات خدماتي چارې درولې

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ, 2

ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئد ویډیو تشریح، خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ Twitter پای, 2

په رپوټ کې راغلي چې د یوه بل جومات امام د جومات حوېلۍ د جامو مینځلو پر ځای اړولې ده او نورو ته یې په کرایه ورکړې ده. امامان

د ده په دې کار سره د جومات د برېښنا بېلونه هم لوړ شوي ځکه چې برېښنا تر حد ډېره لګول شوې او کله چې د برېښنا بېل ۱۳۰ زره ریالو ته ورسېد، د جومات خدماتي چارې په ټپه ورسره ودرېدلې.

د اسلامي چارو وزارت وايي دا ناقونه کړنې یې پر جوماتونو په ناڅاپي چاپو کې موندلې دي.

په سعودي کې پر خواله رسنیو دې خبرونو او سرغړونو د ګڼو خلکو غوسه راپارولې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "سعودي د جوماتونو هغه امامان او مؤذنین نیولي چې د جوماتونو د استوګنځيو کرایه یې اخیسته"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*