افغان زده کړیالانو لپاره د علامه اقبال بورسیو ازموینه سبا پیلیږي

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، افغانانو لپاره د دغه هېواد د علامه اقبال بورسیو د دویم پړاو حضوري او انلاین ازموینه به د روانې جنوري میاشتې پر ۲۵مه او ۲۶مه نېټه ترسره شي. 

محمد صادق ویلي، نږدې ۲۱زره افغان زده کوونکو (نجونو او هلکانو) دې بورسیو ته نوملیکنه کړې ده. 

د هغه په خبره، له افغان زده کړیالانو په پېښور او کویټه کې په حضوري ډول او افغانستان کې له مېشتو زده کړیالانو بیا په انلاین بڼه ازموینه اخیستل کیږي. 

صادق خان ویلي: « پاکستان کې د مېشتو افغان زده کړیالانو لپاره په پېښور او کویټه کې حضوي ازموینه چمتو شوې، په داسې حال کې چې، افغانستان کې له مېشتو زده کړیالانو به انلاین ازموینه واخیستل شي.»

د هغه په خبره، دې بورسیو ته د نوملیکنې بهیر د ۲۰۲۴ کال په اکټوبر کې پیل شوې وه، چې د څه باندې ۵ زرو نجونو په ګډون ۲۰ زره او ۸۹۶ تنو ورته نوملیکنه کړې وه. 

د مالوماتو لمخې، ۱۴ زره او ۲۴۴ تنو لیسانس، ۵ زره او ۹۴۶ ماسټرۍ او ۶۱۶ تنو بیا دوکتورا لپاره خپل غوښتنلیکونه استولي وو. 

د صادق خان په خبره، د ازموینې او انټروې د رونټیا په موخه به دغه بهیر د درېیو ارزونکو ډلو تر څار لاندې ترسره شي. 

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي دغه راز زیاته کړې چې بریالي زده کړیالان به د روان زېږیز کال له مارچ میاشتې دغه هېواد کې د چمتووالي ښوونیز پروګرامونه پیل کړي.

د هغه په خبره، له افغان زده کړیالانو په پېښور او کویټه کې په حضوري ډول او افغانستان کې له مېشتو زده کړیالانو بیا په انلاین بڼه ازموینه اخیستل کیږي. 

صادق خان ویلي: « پاکستان کې د مېشتو افغان زده کړیالانو لپاره په پېښور او کویټه کې حضوي ازموینه چمتو شوې، په داسې حال کې چې، افغانستان کې له مېشتو زده کړیالانو به انلاین ازموینه واخیستل شي.»

د هغه په خبره، دې بورسیو ته د نوملیکنې بهیر د ۲۰۲۴ کال په اکټوبر کې پیل شوې وه، چې د څه باندې ۵ زرو نجونو په ګډون ۲۰ زره او ۸۹۶ تنو ورته نوملیکنه کړې وه.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغان زده کړیالانو لپاره د علامه اقبال بورسیو ازموینه سبا پیلیږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*