په روسیه کې د افغان محصولات نندارې ته وړاندې کېږي

Photo: Evgen Slavin

د روسیې د اقتصادي پراختیا وزارت چارواکو ویلي، چې افغان محصولات به د روسیې- د کازان اسلامي نړۍ په شپاړلسم نړیوال اقتصادي فورم کې نندارې ته وړاندې شي.

د روسیې د اقتصادي پراختیا وزارت مشر پاول کالمیچوک د دوشنبې پر ورځ( د غویی لومړۍ) په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي، چې د افغانستان محصولات به د روسیې- د کازان اسلامي نړۍ په شپاړلسم اقتصادي فورم کې نندارې ته وړاندې شي، چې په راروانه می میاشت کې ترسره کیږي.

هغه زیاته کړې؛ د تاتارستان حکومت منلې، چې د افغان توکو او تولیداتو د نندارتون جوړولو لپاره به اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.

د روسي دې چارواکي ویلي، چې دا نندارتون به د افغانستان د اقتصادي وړتیاوو د پېزندلو لپاره یو ځانګړی فرصت وي.

پاول کلمیچوک وایي: “دا نندارتون به خامخا ډېر پام ځانته راواړوي؛ ځکه، چې په روسیه کې پر طالبانو (اسلامي امارت) د بندیزونو د لرې کولو پرېکړه شوې ده.”

مخکې له دې د روسیې سترې محکمې د هېواد د لوی څارنوال غوښتنه منلې وه، چې د اسلامي امارت د فعالیتونو بندیز وځنډوي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم اعلان کړی و، چې د روسیې او افغانستان ترمنځ به د دې فورم په څنډه کې یوه لویه سوداګریزه غونډه هم ترسره شي.

د کازان شپاړسم نړیوال اقتصادي فورم ‘روسیه – اسلامي نړۍ: کازان فورم’ به د می له ۱۳ څخه تر ۱۸ پورې په کازان کې ترسره شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په روسیه کې د افغان محصولات نندارې ته وړاندې کېږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*