د افغانستان له نولس کلنو کم عمره لوبډلې متحده عربي اماراتو ته د ۸ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.
دغه سیالۍ نن (یکشنه) ترسره شوه چې متحده عربي اماراتو د لوبې د پچې په ګټلو سره افغان لوبډلې ته د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۸۹ منډې هدف ورکړ.
دغه سیالۍ نن (یکشنه) ترسره شوه چې متحده عربي اماراتو د لوبې د پچې په ګټلو سره افغان لوبډلې ته د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۸۹ منډې هدف ورکړ.
افغان لوبډلې دغه هدف د خپلو دوو وېکټو په سوځېدو پوره کړ.
افغان لوبډلې له پاکستان او متحده عربي امارتو سره روانه درې اړخیزه یو ورځنۍ لوبلړۍ کې تر دې وړاندې هم له خپلو درېیو سیالیو دوه هغه ګټلې وې.
اړوند خبرونه
رحمت الله قریشي د افغان کرکټ بورډ د نوي اجراییه مشر په توګه وټاکل شو.
د یاد بورډ ویاند، فرید هوتک وايي چې ښاغلی قریشي د ازادې سیالۍ له لارې د اجراییه رییس په توګه ګمارل شوی دی.
رحمت الله قریشي نن (سې شنبې د لړم په نولس مه نېټه) په رسمي توګه د نوې دندې لپاره معرفي شوی دی.
د کریکټ بورډ د مسوولینو په خبره قریشي مخکې له دې د کلیو پراختیا وزارت کې پر دنده بوخت وو.
لومړی نظر وکړئ on "افغان نولس کلنې لوبډلې متحده عربي اماراتو ته د ۸ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه"