افغان نړۍوال لوبڅار بسم‌الله جان شینواری اچین کې خاورته وسپارل شو

افغان نړۍوال لوبڅار بسم‌الله جان شینواری اچین کې خاورته وسپارل شو

د کرېکټ افغان نړۍوال لوبڅار بسم‌الله جان شینواری د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شو.

بسم‌الله جان شینواری تېره شپه د کوزې پښتونخوا په یوه روغتون کې د وزن کمولو له عملیات وروسته د ۴۱ کلنۍ په عمر ومړ، له هغه پنځه زامن او اووه لوڼې پاتې شوې.

د بسم‌الله جان شینواري ورور سیدا جان وايي:«مریض شو پېښور ته لاړ ویل یې د ګېډې چربي وباسم، د څو ورځو راهیسې هلته شفاخانه کې وو، عملیات یې وکړ؛ خو بېګاه پنځه بجې له عملیات وروسته په حق ورسېد، د شپې مو له تورخم را واړاوه او په اچین ولسوالۍ کې مو په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپاره »

د بسم‌الله جان شینواري خپلوان رحمان علي شینواري هم وویل:«دی د افغانستان د کرېکټ بورډ مهم غړی و، ده د خپلې کورنۍ سربېره د شاوخوا دیرش – پنځه دیرش کورنیو سرپرستي په غاړه وه؛ خو د ده په کورنۍ کې نور داسې څوک نشته چې بچیانو ته یې حلاله نفقه پیدا کړي.»

د بسم‌الله جان شینواري خپلوان حیدر جان شینواري څرګنده کړه:«له دې مخکې هم د ده د کورنۍ څو غړي په یوه غمیزه کې مړه شوي وو، د هغوی د کورنیو د غړیو سرپرستي هم ور په غاړه وه، چې اوس د هغه خپله کورنۍ هم بې سرپرسته پاتې شوه.»

د کرېکټ نړۍوالې شورا رییس د کرېکټ نړۍوال افغان لوبڅار بسم الله جان شینواری مړینه ستره ضایع بللې ده.

ورته مهال د افغانستان کرېکټ بورډ او د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړو بسم الله جان شینواری د افغانستان کرېکټ ستر خدمتګار یاد کړی دی.

د کرېکټ د نړۍوال شورا رییس جي شاه ویلي:«بسم‌الله جان شینواري کرېکټ ته لوی خدمتونه کړي دي، د هغه کورنۍ او خواخوږو ته تسلیت وایم.»

د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم وايي:«بسم‌الله جان شینواری د هېواد د کرېکټ‌ د ودې لپاره نه هېرېدونکي هلې ځلې کړي او په نړۍوالو لوبو کې یې د غوره لوبڅار دنده ترسره کړې ده.»

د افغانستان کرېکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي:«بسم‌الله جان شینواری د افغانستان د کرېکټ یو ستر خدمتګار وو.»

د کرېکټ نړۍوال لوبڅار احمدشاه پکتین وویل:«تشه خو یې مشکله ده چې زر ډکه شي؛ ځکه بسم‌الله جان شینواری یو له هغو لوبڅارانو وو چې د ای‌سي‌سي په لوبو کې یې هم لوبڅاري کړې وه.»

د کرېکټ لوبڅار همیم تلوار څرګندوي:«په ټوله کې د ده که موږ هر څومره اوصاف بیان کړو په الفاظو کې نه بیانېږي، د هغه مړینه نه یوازې د افغانستان لپاره بلکئ د ټولې نړۍ د کرکټ لپاره ستره ضاېعه ده.»

د افغانستان کریکټ بورډ د کورني کریکټ مسوول نظیم جار عبدالرحیمزی وايي:«حاجي صیب بسم‌الله جان شینواری یو له هغو لوبڅارانو وو چې د ای‌سي‌سي په پینل کې وو، هغه نه یوازې دا چې خپل مسلک ته ژمن و؛ بلکې په خپل مسلک کې یې خورا زیاته پوهه او تجربه هم درلودله او دا وړتیا یې درلودله چې په هر ځای او هر وخت کې په هر میدان کې لوبڅاري وکړي.»

د کرېکټ نړۍوالې شورا د معلوماتو له مخې بسم‌الله جان شینواري د خپلې لوبڅارۍ مزل په ۲۰۱۷ زیږیز کال کې د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ له یو ورځنیو لوبو پیل کړ. 

 نوموړي په ۲۵ نړۍوالو یو ورځنيو او ۲۱ نړۍوالو شل اوریزو سیالیو کې لوبڅاري کړې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغان نړۍوال لوبڅار بسم‌الله جان شینواری اچین کې خاورته وسپارل شو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*