افغان کډوال د ایران مخ پر زیاتېدونکو محدودیتونو اندېښمن کړي دي

د افغان کډوالو په اړه د ایران د حکومت له لوري مخ پرزیاتېدونکو محدودیتونو د کډوالو جدي اندیښنې راپارولي دي.

تازه د ایران حکومت نژدې شل ولایتونه د ممنوعه سیمو په توګه اعلان کړي او د افغان کډوالو د اوسېدو، کار کولو او تګ راتګ د منعې په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د کډوالو چارو د مرکز مشر او سلاکار نادریاراحمدي پرون یکشنبه د ایسنا خبري اژانس ته ویلي چې نږدې شل ولایتونه د افغان کډوالو لپاره د ممنوعه سیمو په توګه اعلان شوي او په دغو ولایتونو کې د افغان ګډوالو تګ راتګ، اوسېدل او کار په بشپړه توګه منع دی.

یو افغان خبریال چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي او ادعا کوي چې د طالبانو له ويرې ایران ته کډوال شوی او غواړي له هغه ځایه بل دریم هېواد ته پناه یوسي د ایران د حکومت د دې اقدام په اړه اندیښمن دی.

هغه د دوشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

« د دغه قوانیونو په وضع کولو سره د کډوالو وضعیت ډېر خرابیږي، زه په ایران کې د یوه افغان کډوال په توګه د ایران له حکومته غوښتنه کوم چې دا ډول سختګیرانه قوانین زیات نه کړي که څه هم د کډوالو ژوند لا له وړاندې له ستونزو سره مخامخ دی خو په دا ډول قوانیونو یې نور هم وضعیت خرابیږي.»

یو بله میرمن چې هغه هم نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي او د تېر جمهوري نظام پرمهال یې پوځي دنده لرله د ورته اندیښنې په شریکولو سره ازادي راډیو ته وویل:

« د طالبان په لاس د افغانستان له سقوط وروسته حالات د ټولو په ځانګړي توګه زموږ په څېرد دولتي کارکوونکو لپاره ډېر ترینګلي شول، ملګري ملتونه او نور اړوند بنسټونه دې د اوسېدو لپاره د قانوني اسنادو په برخه کې پام وکړي څو هغه کډوال چې له مجبورۍ یې دلته پناه راوړي د ځورونې او ډیپورټ مخینوی یې وشي.»

د ایران کورنیو چارو وزارت ختیځ اذربایجان، لویدځ اذربایجان، اردبیل، زنجان، کردستان، کرمانشاه، ایلام، لرستان، چهارمحال، بختیاري، کهگیلویه ، بویراحمد، شمالي خراسان ، گیلان، مازندران، سیستان او بلوچستان، خوزستان او همدان ولایتونه د افغان کډوالو لپاره د ممنوعه سیمو په توګه یاد کړي او په نورو ولایتونو کې د محدیتونو په اړه خبر ورکړی دی.

د ایران حکومت تېره اونۍ اعلان وکړ چې په تېر یو کال کې یې نږدې یو نیم میلیون بې اسناده افغانان له دغه هیواده افغانستان ته ستانه کړي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د تېرې اونۍ د جمعې په ورځ ویلي و چې ایران په تېر یو کال کې ډیری هغه افغانان هم ستانه کړي دي چې د اوسېدو قانوني اسناد یې لرل.

وړاندې د ایران د انتظامیه ځواکونو مشر احمد رضا رادان ویلي و چې د ۱۴۰۳ کال ترپایه به نږدې دوه میلیونه کسان چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري له ایرانه ستانه کړي.

د یادونې ده چې له ایرانه ډیری ستانه شوي کډوال د بې کارۍ او بې وزلۍ له کبله اړ شوي چې بیا د ایران د ویزو په اخېستو دغه هېواد ته د کار لپاره ورشي خو د ایران د انتظامیه ځواکونو مشر احمد رضا خبرداری ورکړی چې باید په سیاحتي ویزو راغلي افغانانو ته کار ورنکړل شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغان کډوال د ایران مخ پر زیاتېدونکو محدودیتونو اندېښمن کړي دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*