هېوادونه له افغانستان سره اقتصادي همکاریو ته لېواله دي

ښاغلی مجاهد زیاتوي چې، د دوحې د درېیمې غونډې پر دویمه ورځ د بانکي او اقتصادي بندیزونو پر لېرې کېدو هم ټينګار شوی دی.

د دوحې په درېیمه غونډه کې د اسلامي امارت د پلاوي مشر ذبیح‌الله مجاهد وايي چې، ځينې هېوادونه په اقتصادي او مالي برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته لېواله دي.
 
ښاغلی مجاهد زیاتوي چې، د دوحې د درېیمې غونډې پر دویمه ورځ د بانکي او اقتصادي بندیزونو پر لېرې کېدو هم ټينګار شوی دی.

د اسلامي امارت ویاند او د دوحې په غونډه کې د اسلامي امارت د پلاوي مشر دغه‌راز ټینګار کوي چې، دوی د هر ډول نشه‌يي توکو د کښت، تولید، پروسس او قاچاق پر وړاندې جدي مبارزه کړې او هڅه کوي چې، کروندګرو ته د بدیل کښت زمینه برابره کړي.
 
د اسلامي امارت ویاند څرګندوي:«د هېوادونو ټینګار په دې وو چې، له افغانستان سره باید د خصوصي سکټور په برخه کې د مالي همکاریو او د اقتصادي پیاوړتیا په برخو کې ټول همکاره واوسېږي. په دې هکله امریکا دریځ، د روسیې دریځ، د چین دریځ، د نورو هېوادونو دریځونه ټول کابو د افغانستان په ملاتړ کې وو. چین، ایران او پاکستان ټولو په دې باندې ټینګار کاوه چې، د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا لپاره دوی ټول ژمن دي.»

بلخوا، د بهرنیو چارو وزارت وايي چې، د چین، ایټالیا او ایران استازو له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د ایټالیا استازي ویلي:«ایټالیا د افغانستان له صنعت او سوداګرۍ وزارت سره نږدې همکارۍ ته لېواله ده او په دې غونډه کې د اسلامي امارت د پلاوي ګډون د اقتصادي مرستو په برخه کې مهم ګڼي.»
 
د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي هم وايي:دا یو واقعیت دی چې، د افغانستان د اقتصادي ستونزو یوازېنۍ حل لار اقتصادي ځواک دی. له نېکه‌مرغه اوسني افغان حکومت خپله تګلاره اقتصاد محوره کړې چې، یو ښه اقدام دی.»

د چین استازي هم څرګنده کړې:«د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د افغانستان بانک راپورونه خورا مسلکي او د ستاینې وړ دي.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې هکله وايي:«خنډونه لېرې شي او هغه ستونزې چې، کله ناکله زموږ سوداګر ورسره مخ کېږي. زموږ د بانکي سیسټم له امله د پیسو په لېږد کې ستونزې دي، دغه ټول کرار کرار رفع شي موږ د افغانستان د ملاتړ لپاره په نړۍواله کچه یو ښه او ټولیز ملاتړ ولید.»

د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو ازادېدل او د بانکي بندیزونو لېرې کېدل په دې غونډه کې د برېټانیا او روسیې د استازو له غوښتنو وو.

 افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي:«د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنۍ باید ازادې شي.»

د برېټانیا استازي هم څرګنده کړې:«د افغانستان له خکو سره د مرستې لپاره باید د بندیزونو پر لېرې کېدو تمرکز وشي.»

په دې لړ کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازی له افغانستان سره بشري مرستې په هېواد کې د ثبات او امنیت لپاره مهمې بولي.

د افغانتسان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف علي درانی وايي:«پاکستان په افغانستان کې د سترو پروژو ملاتړ کړی او افغانانو ته یې د زده‌کړو فرصتونه برابر کړي دي. د افغانستان ملاتړ باید په مرستو سره وشي او دا کار د امنیت په ټینګښت او د ګواښونو په له‌منځه وړلو کې اغېزناک دی.»

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی هم زیاتوي:«هېوادونو په تېرو درېیو کلونو کې له افغانستان سره مېلیاردونه ډالره مرسته کړې ده.»

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالشکور هډه‌وال څرګندوي:«په سیاسي لحاظ زه خپله دغه ناسته د نوې ډپيلماسۍ خلاصېدو لپاره او د اړیکو د جوړېدو لپاره او له نړۍ سره د نویو اړیکو د پېل لپاره یوه ښه پيلامه ګڼم.»

د دوحې درېیمه غونډه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو د سیاسي مرستیالې په مشرۍ د اسلامي امارت د یوه پلاوي او د ۲۵ هېوادونو او پنځو نړۍوالو سازمانونو د استازو په ګډون کې وشوه.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "هېوادونه له افغانستان سره اقتصادي همکاریو ته لېواله دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*