
اقتصاد وزارت: ۴۸ هېوادونو او بنسټونو له زلزله ځپلو سره خواخوږي وښوده
اقتصاد وزارت وايي، چې د نړۍ ۴۸ هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو د هېواد په ختیځ کې له زلزله ځپلو سره خواشیني څرګنده کړې او یو شمېر هېوادونو بیا مرستې هم کړې دي.
که څه هم د هېوادونو، سازمانونو او خیریه بنسټونو له لوري له زلزله ځپلو سیمو سره د شویو مرستو په تړاو کره شمېر نه دي وړاندې شوې، خو د اقتصاد وزارت ویاند وايي، شوې مرستې د زلزله ځپلو د بیړنیو ستونزو د حل لپاره اغېزناکې دی.
د اقتصاد وزارت ویاند ، عبدالرحمن حبیب وايي: «دغه ملاتړ او بېړنۍ مرستې په زیانمنو سیمو کې د متاثرو او اړمنو خلکو د ستونزو د حل او ژوند ښه والي په برخه کې حیاتي ارزښت لري.»
د کونړ د تېرې اونۍ په زلزله کې یو شمېر زیانمنو شویو خلکو ویلي، کورونه یې ویجاړ شوي او د راتلونکي ژمي لپاره سرپناه نه لري. دوی له حکومتی مسوولانو او مرستندویو بنسټونو غواړي چې د زیانمنو لپاره د سرپناه جوړولو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.
زیانمن، دلاور خان ویلي: «له حکومت مې دا غوښتنه ده چې موږ ته سرپناه جوړه کړي او پاخه ځایونه راکړي. فعلاً دلته په خېمو کې اوسیږو. مخ ته ژمی را روان دی او دلته زموږ ژمی او ژوند نه تیریږي. موږ ته دې ابادي راکړي چې وخت پکې تېر کړو.»
یو بل زیانمن، شېرمحمد هم وايي: «مېنې مو ټولې زلزلې ورانې کړې دي. زموږ اړتیا ده چې لارې جوړې شي، سړک بېرته راشي. کلینکونه جوړ شي. هر څوک که مرستې کوي دا مرستې دې وکړي ځکه دې ته زموږ ضرورت دی.»
له دې سره هممهاله، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د بېلابېلو کورنیو او بهرنیو هېوادونو او سازمانونو له مرستو مننه کوي.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مسوول، ضیاء احمد تکل په دې اړه داسې وايي: « بهرنیو چارو وزارت د هېواد په ختيځ کې د وروستۍ زلزلې له امله رامنځته شوو ځاني او مالي تلفاتو په تړاو د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو، نړیوالو سازمانونو او مرستندویو بنسټونو له خوا د خواخوږۍ، غمرازۍ، بشري همکارۍ او مرستو له امله مننه او قدرداني څرګندوي »
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د وروستیو شمېرو له مخې، تر اوسه په زلزله ځپلو سیمو کې ۴۳ زرو کسانو ته د بشري مرستو د سازمانونو له لوري خواړه، خیمې او ژمنۍ جامۍ وېشل شوي او طبي او روغتیايي ټیمونو زرګونو کورنیو ته خدمتونه وړاندې کړی دي.
اوچا دغه راز ویلي، لېرې پرتو سیمو ته د چټک لاسرسي په موخه، د ملګرو ملتونو یوه چورلکه د سپټمبر له ۱۱مې د مرستې په موخه خپلې الوتنې پیل کړي.
لومړی نظر وکړئ on "اقتصاد وزارت: ۴۸ هېوادونو او بنسټونو له زلزله ځپلو سره خواخوږي وښوده"