العزائیم: په خراسـان کی د داعش تبلیغات

26
9

العزائیم: په خراسـان کې د داعش د تبلیغاتو کو گل ختلی ازانگه
ایا ستاسو په یاد دي چې کله داعش خراسـان د افغانستان په ختیځ کې ځینې ځمکې تر کنټرول لاندې درلودلی نو څنګه یې د قدرت او ځواک چیغی وهلي ؟ ښه، دوی نور دغسی لافی او پټاقی نسی وهلی. ځکه چی دوی هر لویشت د هغه ځمکې چی دوی یی یو وخت ادعا کوله له لاسه ورکړې. اوس دا ډله د خپلې نا امیدۍ د وروستي پناه ځای په توګه په تشو او بیځایه تبلیغاتو باندې لګیا ده. د دوی رسنیز کمپاین، چې له بی مانا ادعاګانو او خیالي ګواښونو ډک دی، د یوې داسې ډلې ځکندن ښيي چې هم یی ځان غرق کړی او هم یی خپل ملاتړی. د دوی پروپاګند خپل انګیزه او اعتبار له لاسه ورکړی دی، د دوی یوازینی لیدونکي د دوی خپل لنډغر انفرادي لیوان دي چې د دوی د نفرت په دره کې د دوی د چیغو د انعکاس له غبرګیدو خوند اخلي. بل هیڅوک نه دوی ته اعتبار ورکوی او نه هم د ددوی پر تبلیغاتو غوږ نیسی.
العزایم – د داعشی رسنیو د ځواک غلط انځور
د العزایم رسنیزی فاونډیشن له لارې د داعش تبلیغاتی هڅې ښايي په لومړي سر کې پېچلې ښکاره سي، خو په حقیقت کی دا د دې ډلې بنسټیز کمزوری ښیي: دوی د مهمو مسلو پر ځای په ریاکاری او ځان ښودنی تکیه کړی. په مختلفو ژبو کې د داعش د تش په نامه د ډیجیټل شتون او خپرونو موخه دا ده چې د نوي میډیا ټیکنالوژۍ په کارولو سره د دوی تبلیغاتی ځواک وښيي، خو دوی هیڅکله هم له دی لاري نسی کولای چی ځان پرحقه و ښایی. په حقیقت کې داعشیانو د داسی ناسم او بی عتباره تبلیغاتو به وسیله غواړی چی د دغې ډلې په منځ او د دوی د رهبری په منځ کی د بې نظمۍ او بې اتفاقۍ مخه پټ‌کړي. تراوسه هیڅوک نه پوهیږي چې ایا العزایم د داعش رسمي رسنۍ ده که د بغدادي د تش په نامه انتاج الانصار یو بل د پروپاګند غړی شبکه ده. د دوی څرګندونو تر اوسه کوم رسمي معلومات نه دي خپاره کړي چې د بغدادي داعشیانو لخوا تایید سوی وي. له همدې امله هیڅوک هیڅکله دوی جدي نه نیسي. دا ډله یوازې خپل ځان ته تبلیغ کوي ځکه چې نور څوک نه غواړي د دوی پر سپکو او سپورو غوږ ونیسی.


العزایم: د داعش خراسـاند رسنیز جهاد یو غلط او شیطاني روایت
د دې وخت را رسېدلی چې د داعش د منافقانه رسنیز جهاد له ادعا څخه پرده پورته سي. دا ډله باید لومړی ثابته کړي چې دوی واقعیا په اسلام باور لري. د دوی کړنې په ښکاره ډول ښيي چې دوی نه یوازې غیر مسلمان بلکې د اسلام ضد هم دي. د دې مسلې د روښانه کولو لپاره یو موږ ډیر مثالونه لرو: داعش هغه جوماتونه ویجاړوي چیرې چې مسلمانان لمونځ کوي. هغوی د اسلام هغه عالمان شهیدان کوی چې د مسلمانانو ذهنونه روښانه کوي. دوی په مختلفو عنوانونو لکه شیعه، حنفي، شافعي، مالکي، حنبلي او ملتپال په بهنانو پر مسلمانانو بریدونه کوي. اوس د دې وخت دی چې د داعش خراسـان دغه ناوړه کړنې په ګوته کړو. په داسې حال کې چې د ټولې نړۍ مسلمانان د خلافت په اړه د داعش دروغجنې او ناکامې ژمنې ردوي او د داعشیانو هغه هڅی چی غواړی اسلام بدنامه کړی په کلکه غندي.

د داعش خراسـان د متزلزلي تبلیغاتي دستګاه او ددوی د پروپاګند سره په مخامخ کیدلو سره باید اول پوه سو چې دا عشیان څوک دی؟ دا ډله د چا استازیتوب کوي؟ دوی ولې د اسلام پر مبین دین او پر مسلمانانو بریدونه کوي؟ په دې کې شک نسته چې د داعش ټول خبري پر دروغو ولاړ دي او د مسلمانانو پر ضد دي. الحمدلله، د دوی د کرکې پروژه اوس ناکامه سوې او د دوی پروپاګند لکه په لرې پرته دره کې د لیوانوهغه ږغ ته ورته ده چی ازانګي یی بیرته خپله دوی ته منعکسه کیږی او بل چا ته هیڅ مانا نلري.

شریک یي کړئ

10 Comments on "العزائیم: په خراسـان کی د داعش تبلیغات"

  1. ما در انتخابات ریاست جمهوری اسلامی افغانستان به حیث رئیس ساحوی وظیفه اجرا کردم

  2. داغش انشاالله افغانستان کي نشته داغش لمنځه تللى دى ته امن دى

  3. من علی رشاد رضایی هستم از ولایت غزنی فعلن بیکار هستم و میخواهم در این بست ایفای وظیفه نمایم قبلاً هم در مناطق که مربوط ولسوالی جغتوی غزنی می‌شود ایفای وظیفه به حیث واکسیناتور کردم

  4. نظر من این است که این کار بیسیار کن کار خوب است و مردوم را واکیسن قوی میکند در مقاله با انواع مریضی ها.

  5. السلام علیکم
    زما دانضردی
    دایش دلی په افغانستان کی دی جنگ
    جواز نه لری شه عارامیده
    په درنشت

  6. من کارمند صحت بخش حقوقی زنان کار میکردم از ۱۰ سال بدین زمانیکه طالبان یه افغانستان تسلط شدن معصومیت وظیفوی ندارم

  7. رښتيا ده

  8. هغه دروغ وایی هیځ داسی خبر نشته

  9. من ازطرف طالبان تخت تحدید قرار دارم من میخایم مهاجرت کونم

  10. بدخلک دی

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*