
مهاجرت او د رد شوو پناه غوښتونکو اخراج، د المان صدارت مقام ته د څلورو سیاسي ګوندونو د نوماندانو د تلویزوني مناظرې یوه له اصلي موضوعاتو څخه وه. د مهاجرت او پناهندګۍ په اړه د دغو ګوندونو دریځ څه دی؟
د المان په مونشن ښار کې د موټر په وسیله وروستی برید چې یو افغان یې په ترسره کولو تورن دی، د المان په ټاکنیز کمپاین کې د مهاجرت په اړه بحثونو ته لا زیاته هوا ورکړې ده.
په دې ترتیب د پناه غوښتونکو د شمیر محدودول او د رد شوو پناه غوښتونکو اخراج د المان د څلورو سیاسي ګوندونو د نوماندانو د مناظرې یوه له اساسي برخو څخه وه.
په هغه مناظره کې چې د یکشنبې (د فیبرورۍ میاشتې ۱۶ نیټه) په ماښام ترسره شوه له سوسیال دیموکرات (SPD) ګوند څخه د المان اوسني صدراعظم اولاف شولڅ، د مسیحي دیموکرات اتحاد محافظه پاله (CDU) ګوند څخه صدارت مقام ته نوماند فریدریش مرتڅ، له زرغون (Bündnis 90/Die Grünen) ګوند څخه رابرت هابک او د المان له پاره بدیل (AfD) ښي اړخي ګوند څخه الیس وایدل پوښتنې ځواب کړې.
افغانستان ته پر اخراج ټینګار
په دې څلورګونې مناظره کې چې د المان د «RTL» تلویزون له خوا جوړه شوې وه، افغانستان ته د رد شوو افغان پناه غوښتونکو د اخراج موضوع هم مطرحه شوه.
فریدریش مرتڅ چې د نظرپوښتنو له مخې د صدارت مقام ته د رسیدو له پاره ښه چانس لري افغانستان ته د رد شوو افغان پناه غوښتونکو پر اخراج ټینګار کولو سره وویل: «د داسې یوه کار له پاره باید له ا.ا. سره مذاکراتو ته اماده اوسو.»
د مسیحي دیموکرات اتحاد (CDU) ګوند څخه د صدارت مقام ته دغه نوماند زیاته کړه: «مونږ افغانستان ته ۳۰۰ میلیونه پراختیایي مرستې استوو. ولې دا کار کوو بې له دې چې له ا.ا. سره [د اخراجونو په اړه] خبرې وکړو؟»
آلمان: د آلمان له پاره بديل ګوند ایالتي ټاکنې ګټلي دي
له سوسیال دیموکرات (SPD) ګوند څخه د المان اوسني صدراعظم اولاف شولڅ، د مرتڅ د دې پوښتنو په ځواب کې وویل چې پخوا هم له ا.ا. سره تماس موجود و چې په افغانستان کې د دغې ډلې واک ته له رسیدو وروسته د لومړني اخراجي پرواز د ترسره کیدو سبب شو.
د المان صدراعظم زیاته کړه چې بیا به هم افغانستان ته اخراجي پرواز ترسره شي، خو د دغه پرواز د دقیق وخت په اړه یې څه ونه ویل.
لومړی نظر وکړئ on "المان: د نوماندانو په مناظره کې افغانستان ته د اخراج بحث"