امريکا او فليپين له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره نوې هوکړې ته رسېدلي دي

د امریکا متحده ایالاتو او فیلیپین هوکړه کړې، چې په موقتي ډول به د امریکا پخواني لسګونه همکاران چې د ویزې په تمه دي په فلیپین کې مېشت کړي.
د واشنګټن پوسټ په وینا دا تړون د امریکا لپاره د افغانانو د دغې ډلې د منلو په برخه کې نوې لار پرانیزي.

دا هوکړه لیک د دوشنبې د ورځې په پای کې لاسلیک شو.
امریکايي چارواکي اټکل کوي، چې دغه پروګرام به له فلیپینه د شاوخوا ۳۰۰ افغانانو له لېږد وروسته پراخ شي او دغه هېواد به په امریکا کې د مېشتېدونکو افغانانو لپاره په موقتي ځای بدل شي.
په دې موده کې به د افغان پناه غوښتونکو او د امریکا پخوانیو همکارانو دوسیې به د امریکا د حکومت له‌خوا وڅېړل شي او که ومنل شي، امـریکا ته به ولېږل شي.
متحده ایالات په پام کې لري، چې په فیلیپین کې مستحقو افغانانو ته کور، خواړه، روغتیايي خدمتونه او ترانسپورټ برابر کړي.
تمه کېږي، چې افغانان به تر څو میاشتو هلته پاتې شي.
د امـریکا د بهرنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې د امریکا متحدو ایالاتو څه باندې ۱۶۰ زره افغانان په دغه هېواد کې مېشت کړي دي.
په متحده ایالاتو کې د فیلیپین سفیر دا تړون “ېیر مهم” بللی او ویلي یې دي، «موږ د بې ځایه شویو خلکو سره د مرستې لپاره هر څه کوو.»
امـریکایي چارواکو په فیلیپین کې خپلو همکارانو ته ډاډ ورکړی، چې د مستحقو افغانانو دوسیې به په څو میاشتو کې وڅېړل شي.

تمه کېږي، چې افغانان به تر څو میاشتو هلته پاتې شيد امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې د امریکا متحدو ایالاتو څه باندې ۱۶۰ زره افغانان په دغه هېواد کې مېشت کړي دي.
په متحده ایالاتو کې د فیلیپین سفیر دا تړون “ېیر مهم” بللی او ویلي یې دي، «موږ د بې ځایه شویو خلکو سره د مرستې لپاره هر څه کوو.»
امریکایي چارواکو په فیلیپین کې خپلو همکارانو ته ډاډ ورکړی، چې د مستحقو افغانانو دوسیې به په څو میاشتو کې وڅېړل شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "امريکا او فليپين له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره نوې هوکړې ته رسېدلي دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*