امریکايي سناتوره: له ښځو سره د ا.ا. له زور زیاتي ډک چلند جنسیتي اپارتاید ګڼل کېدای شي

د متحده ایالاتو د سنا دیموکراته غړې جین شهین وايي، د افغان ښځو پر وړاندې د ا.ا. له زور زیاتي ډک چلند زیات شوی او د هغې په خبره، دا وضعیت “جنسیتي اپارتاید” ګڼل کېدای شي.

سناتورې شهین چې د افغانو ښځو او نجونو د حقونو ملاتړې ده، امریکا غږ ته وویل، تر هغو چې له ښځو سره دا ډول چلند دوام ولري، د ا.ا. حکومت باید په رسمیت ونه پېژندل شي.

په تېر کال کې ا.ا. پر ښځو ډېر محدودیتونه لګولي او د کار او زده کړې له اساسي حقونو څخه یې بې برخې کړي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان له دې وړاندې په افغانستان کې پر ښځو باندې د ا.ا. لخوا پر لګېدليو محدودیتونه نیوکه کړې، د ا.ا. دا چلند یې د “جنسیتي اپارتاید” په نوم یاد کړی چې ددغه سازمان په باور، د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان د مکلفیتونو سره په ښکاره په ټکر کې دی.

شهین وویل، نړیواله ټولنه باید له ا.ا. سره ښکاره تعامل وکړي او اعلان وکړي تر څو چې ښځو ته په غونډو کې د ګډون حق نه وي ورکړل شوی، له ا.ا. سره په هیڅ موضوع په اړه خبرې نه کوي.

د ا.ا.د حکومت چارواکو د افغانو ښځو حقونه د افغانستان داخلي مسئله بللې ده او ویلي یې دي چې د اسلامي قوانینو په رڼا کې د ښځو په ګډون د تولو افغانانو حقونه خوندي دي. د ا.ا. مقاماتو په وار وار ژمنې کړې چې نجونو ته به د اسلامي ښوونو په رڼا کې د شرایطو په برابرېدلو سره د زده کړې زمینه برابره کړي.

سناتورې جین شهین له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل، هڅه کوي د امريکا د ولسمشرۍ لپاره کانديدانو ته د افغان مېرمنو د مسئلې اهميت ور په ګوته کړي، ترڅو هغه څوک چې د نومبر په مياشت کې د امريکا د ولسمشر په توګه ټاکل کیږي، دغې مسئلې ته په خپلو لومړیتوبونو کې ځای ورکړي.

دغې جمهوري غوښتونکي سناتورې وویل چې یو کاري لومړیتوب یې د افغانانو لپاره امریکا ته د مهاجرت د ځانګړي ویزې پروګرام ته دوام ورکول دي، ترڅو ټول هغه افغان نارینه او ښځینه چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی، متحده ایالاتو ته راشي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "امریکايي سناتوره: له ښځو سره د ا.ا. له زور زیاتي ډک چلند جنسیتي اپارتاید ګڼل کېدای شي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*