امریکایي بندیان به د بندي افغانانو په بدل کې خوشې شي- ذبیح الله مجاهد

د افغانستان له زندانونو څخه د درې امریکایي د خلاصون په اړه د امریکا له پرله پسې غوښتنو وروسته د اسلامي ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې یوازې د امریکا دوه وګړي بندیان دي، چې د ګوانټانامو د افغان بندیانو په بدل کې به خوشې شي.

د اسلامي امارت ویاند وايي، چې محمود شاه حبیبي نومی کوم سړی له اسلامي امارت سره بندي ندی.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په دې وروستیو کې ویلي وه، چې دوی په افغانستان کې د امریکا د درې وګړیو د خوشې کولو او له خپلو کورنیو سره یې د یوځای کولو لپاره کار کوي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ ویلي، چې دوی هڅه کوي د اسلامي امارت له منګولو درې بندي امریکايان خوشي کړي او خپلو کورنیو ته یې وسپاري.

ټام ویسټ د جورج ګلزمین، محمود شاه حبیبي او ریان کوربیټ نومونه اخیستي.

ټام ویسټ وایي: مونږ به هڅه وکړو او باید هر هغه څه ته دوام ورکړو، چې مونږ یې کولی شو دوی ( محمود شاه حبیبي، ریان کوربیټ او جورج ګلزمین ) باید خپلو کورنیو ته وسپارو. زمونږ فکرونه او دعاګانې نن ورځ د ریان کوربیټ، محمود حبیبي او د دوی له کورنیو سره دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي؛ د امریکا یوازې دوه وګړي له مو په بند کې دي او د محمود شاه حبیبي پر نوم کوم څوک له په بند کې نلرو.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې له امریکا سره د بندیانو تبادله؛ ځکه غواړي، چې افغان بندیان د امریکا له زندانونو په ځانګړي توګه د ګوانتانامو له زندانه راخوشي شي.

امریکایي چارواکو پر ځلونو ویلي، چې له کابل سره د واشنګټن د اړیکو پر وړاندې یو له خنډونو څخه د بندیانو مسله ده.امریکایي

کارپوهان په دې باور دي، چې اسلامي امارت باید د بندیانو د خلاصون لپاره له امریکا سره خبرې وکړي.

ویل کیږي، چې د امریکا وګړو د اسلامي امارت له قوانینو سرغړونه کړې او له همدې کبله زنداني شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "امریکایي بندیان به د بندي افغانانو په بدل کې خوشې شي- ذبیح الله مجاهد"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*