امریکا ته پر تلونکو افغان کډوالو به د ټرمپ د فرمان اغېز څه وي؟

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کډوالۍ نوی فرمان لاسلیک کړی، چې په نړیواله کچه یې دغه هېواد ته د کډوالۍ حالت له ګډوډۍ سره مخ کړی دی. دې فرمان د امریکا په ګاونډ کې له مکسیکو نیولې، چې د بېلابېلو هېوادونو کډوالو ځانونه ور رسولي، تر افغانستانه هېوادونه اغېزمن کړي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې زیات شمېر وګړي یې کډوالۍ ته اړ شوي.

د ډونلد ټرمپ د اجرايوي فرمان په لاسلیک پسې د امریکا بهرنیو چارو وزارت دغه هېواد ته د ټولو پنا غوښتونکو او کډوالو سفر او د نویو کډوالو چارو ته د رسېدو حالت وځنډاوه.

تازه ګام دا مانا لري چې امریکا ته د هغو کډوالو د تګ مخه هم نیول شوې ده، چې دغه هېواد ته د تګ اجازه ور کړل شوې وه.

بي بي سي سره د همکار سي بي اېس تلوېزون د رپوټ له مخې، د کډوالو د لېږدولو ټول پروازونه لغوه شوي دي.

د امریکا د نوي حکومت چارواکي د پخواني ولسمشر جو بایډن د هغه پروګرام بندول هم غواړي چې د امریکا وګړو ته یې د کډوالو د «سپانسر» اجازه ور کوله.

د دې رپوټ له مخې، د ټرمپ فرمان پر هغو کسانو اغېز نه کوي چې اېس ای وي یا امریکا ته د کډوالۍ ځانګړې ویزه لري.

بي بي سي په پاکستان، قطر، افغانستان او کسوو کې له داسې څو کډوالو سره خبرې کړې چې امریکا ته د تلو په تمه دي.

په دوی کې ډېری د پروازونو د لغوه کېدو په هکله هیڅ مالومات نه لري او په دې تړاو کوم لیک یا برېښلیک هم نه دی ور استول شوی، خو هممهاله دوی ته د خپلو الوتنو په هکله هم کوم خبر نه دی ور کړل شوی.

لکه هغو کسانو ته کوم نوي مالومات نه دي ور کړل شوي، چې د جنورۍ پر ۲۷ او ۳۰ یا د فبرورۍ پر ۳ الوتنې لري او سفر ته تیار هم دي.

نورو کسانو ته هغو ادارو، چې امریکا ته د دوی د لېږدولو د همغږۍ مسوولیت لري، ډاډ ور کړی، چې کومه ستونزه نه پېښېږي.

خو په پاکستان کې یوه ډله هغو کسانو ته چې د پي یو او پی دوه دوسیې لري، همغږي کوونکو ادارو دا برېښلیک لېږلی: «موږ د امریکا د حکومت وروستیو فرمانونو ته په پام حالت څارو. دا چې څنګه امریکا ته ستاسو د سفر په تړاو تازه اطلاعات ترلاسه کړو، نو در سره شریکوو یې.»

تصویر از آرشیف گیتی است
د عکس تشریح، هغو کسانو ته هم کوم نوي مالومات نه دي ور کړل شوي، چې د جنورۍ پر ۲۷ او ۳۰ یا د فبرورۍ پر ۳ الوتنې لري او سفر ته تیار هم دي.

“افغانستان ته هیڅکله هم نه ستنېږم”

رفیع چې دلته یې نوم مستعار یاد شوی د پي یو او پي دوه دوسیې لري، له بي بي سي سره خبرو کې وايي: “له بده مرغه د خپلو دوسیو وروستی پړاو مې دی. یانې داسې پړاو کې یم چې باید په امریکا کې ماته استوګنځی برابر شي. په پاکستان کې ډېری کېسونه په همدې پړاو کې دي.”

صنم کبیري هم پي یو دوسیه لري او امریکا ته د تلو لپاره منتظره ده، هغه وايي: “یواځې امریکا ته د نه تللو اندېښنه نه ده.”

نوموړې زیاتوي: “دې خبر سره مې ټکان وخوړ، روحي حالت مې خراب شو. له ډېری وطنوالو سره مې چې خبرې کړې، بد روحي او رواني حالت لري. هیلمنه یم چې بیا کتنه وشي، خلک له دې جنجال نور خلاص شي.”

هغه زیاتوي: “له یوې خوا پاکستان پر کډوالو فشار اچوي چې د دغه هېواد له خاورې ووځي. پاکستان هر کس ته د یوې میاشتې ویزه په پام کې نیولې ده، خو د یوې میاشتې ویزه ډېره کمه ده. یوه میاشت کې باید د لسو کسانو لس زره ډالر ور کړې.”

سره له دې چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د اېس ای وي ویزو والا ته ډاډ ور کړی، خو لا هم د دې دوسیو لرونکي اندېښمن دي.

په مستعار نوم جاوېد، چې لا هم په کابل کې دی او امریکا ته د کډوالۍ د ځانګړې ویزې غوښتنلیک یې وروستي پړاو کې دی، بي بي سي ته وویل: ” افغانستان کې پاتېدل نه یوازې ما، بلکې ټولو هغو کسانو ته سخت انتخاب دی، چې د هېواد په سختو حالاتو کې له بهرنیو ځواکونو سره همکار وو،. زموږ همکاران د کندهار او هلمند جګړو کې اوږه په اوږه له دوی(امریکايي ځواکونو) سره وو، دا پخپله ښيي چې که د دوی نښه پیدا شي، نو ژوند یې خطر کې دی.”

میوند افغان چې لس کاله یې امریکایانو سره کار کړی وايي، افغانستان ته ستنېدل ورته سخت دي: “سره له دې چې اسلامي امارت ټولبښنه کړې ده، خو زه سخت خطر احساسوم، ځکه د اسلامي امارت مجاهدین چې زموږ په کلي کې وو، ما ته یې څو ځلې اخطار را کړ. دویم دلیل دا دی چې اولادونه مې مکتب وايي؛ لکه یوه لور لرم، که ښوونځي ته لاړه نه شي، درس ونه وايي، نو ما ته ژوند کومه مانا نه لري. چې زما لور مکتب ته د تلو اجازه ونه لري، هیڅکله هم افغانستان ته نه ستنېږم.”

تصویر از آرشیف گیتی است و ما حق نشر انرا داریم.

“د افغانانو لپاره هیڅ استثنا نشته”

د افغان وګړو د اېستلو اړوند بنسټونو د ټولنې یا “افغان ایوک” بنسټګر شاون ون ډیور پرون په ټوېټ کې لیکلي: “د کډوالو منلو فرمان چې د جنورۍ له ۲۷ عملي کېږي، دا پروګرام په نامحدود ډول ځنډوي. د افغانانو لپاره کومه استثنا نشته. موږ دا اونۍ لرو چې ډونلډ ټرمپ ته قناعت ور کړو چې د بیا مېشتېدو پروګرم کې خنډ جوړ نه شي.”

افغان ایوک خپل اېکس کې د امریکا له بهرنیو چارو وزارت تر لاسه کړی برېښلیک هم خپور کړی دی، چې په یوه برخه کې یې لیکل شوي دي: “د امریکا متحده ایالتونو د کډوالۍ منلو په تړاو د صادر شوي فرمان په پیروۍ، تر بیا خبرتیا د کډوالو راتګ ځنډول شوی دی. د کډوالو ټول پلان شوي پروازونه لغوه دي. همدارنګه د کډوالۍ دوسیو او پرواز د تعقیب بهیر هم په ټپه درول شوی دی.”

افغان ایوک په خپله اعلامیه کې ویلي، امریکا باید هغه ژمنې پوره کړې چې په افغانستان کې یې د جګړې پر مهال له افغان ملګروسره کړې وې: “که د ټرمپ اداره د کډوالو بیا مېشتېدل په عمومي ډول او له استثنا پرته بندوي، په دې حالت کې، نو د هغو زرګونو کسانو خنډ کېږي، چې د امریکا له خدماتي غړو سره اوږه په اوږه ولاړ وو او په افغانستان کې له سخت خطر سره مخ دي.”

وروستیو دریو کلونو کې امریکا له افغانستان د کډوالو لېږدولو لپاره پاکستان، امارات، قطر، فلیپین، کسوو او البانیا د مرکزونو په توګه کارول. امریکا په کابل کې کونسلي خدمتونه نه لري او د اسنادونو پړاوونه او د ویزې لګول باید دریم هېواد کې وشي.

خو په دوی کې پاکستان د دېرو کډوالو کوربه دی، چې پکې کډوال سخت فشار سره مخ دي.

ویل کېږي ۳۰ زره افغان کډوال پاکستان کې امریکا ته د کډوالۍ لپاره انتظار دي. لا هم مالومه نه ده چې د ټرمپ له وروستي فرمان وروسته دوی په څه حالت کې دي.

تصویر از آرشیف گیتی است و ما حق نشر انرا داریم.

امریکا ته د کډوالۍ لارې

وروستیو دریو کلونو کې نږدې درې مهمې ډلبندۍ امریکا ته د افغان وګړو کډوالۍ ته لار جوړوي. اېس اې وي (SIV)، اول لومړیتوب (P1) او دویم لومړیتوب یا (P2).

اېس ای وي یا د کډوالۍ ځانګړې ویزه د افغانستان او عراق د هغو کسانو لپاره ده چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی وي.

له ۲۰۰۶ کال راهیسې هر کال افغانانو او عراقیانو ته د ځانګړې ګډوالۍ ۵۰ ویزې صادرېدلې. پر کال ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ د دې ویزو شمېر پنځو سوو ته ورسېد، خو پر ۲۰۰۹ بیا د دې ویزو شمېر ۵۰ ته ټیټ شو.

امریکا ته د کډوالۍ د ځانګړې ویزې په شرایطو برابر کسان هغه څوک دي چې لږ تر لږه دوه کاله یې افغانستان کې له امریکایانو سره کار کړی وي او له امله یې له ګواښ سره مخ وي.

پر ۲۰۱۷ کال د افغانستان څلور زره وګړو ته د امریکا دا ویزې ور کړل شوې، خو پر ۲۰۱۸ کال ۶۰ سلنه کمې شوې.

پر ۲۰۲۱ کال او د ا.ا. واکمنېدو سره د ځانګړې ویزې صادرېدل تر بل هر وخت ډېر جدي شول.

اولنی لومړیتوب یا پی یو او دویم لومړیتوب یا پي دوه پر ۲۰۲۱ کال او د حکومت له پرځېدو وروسته له افغانستان امریکا ته د کډوالۍ لپاره تعریف شول.

له دې لارې امریکا ته کډوالي له یو کال تر یو نیم کال وخت نیسي او کله هم ډېر. د امریکا د کډوالۍ منلو اداره وايي، په دې کې هغه افغانان شاملېږي چې د ځانګړې ویزې شرایط نه لري.

اولني لومړیتوب کې هغه کسان دي، چې سفارتونو، خصوصي ادارو یا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنرۍ ور پېژندلي وي. دویم لومړیتوب د هغو کسانو لپاره دی چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت مشخص کړي وي.

خو دریم لومړیتوب هم شته او هغه کسان پکې شامل دي چې باید له داسې کورنۍ سره یو ځای شي چې لا د مخه امریکا کې اوسېږي.

له دې سره بشرپاله او د کډوالۍ په نوم هم دوه ډوله نورې ویزې شته چې ځینې کسان پکې په وروستیو دریو کلونو کې امریکا ته له افغانستان کډوال شوي دي.

د رویټرز د رپوټ له مخې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ وروسته دوه لکه افغان وګړي امریکا ته لېږدول شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "امریکا ته پر تلونکو افغان کډوالو به د ټرمپ د فرمان اغېز څه وي؟"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*