په قطر کې دیره افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو سفارت د زده کړو د نړیوالې اونۍ د پیلیدو سره هممهاله ویلي چې زده کړې یو اساسي حق دی چې د افغانانو د یوې سوله ییزې او روښانه راتلوونکې لپاره خورا زیاتې مهمې دي.
د امریکا سفارت د دوشنبې په ورځ نومبر ۱۸( لړم ۲۸) ددغې اونۍ په مناسبت د ایکس په پاڼه په یو خپور کړي پیغام کې د زده کړو د حق لاس رسي لپاره په ګډو هڅو ټینګار کړی دی.
په نړۍ کې هرکال د نومبرله ۱۸ ( لړم ) څخه د نومبر ۲۲ ( قوس اول) پورې اونۍ د زده کړو د نړیوالې اونۍ په توګه نمانځل کیږي.
د امرسفارت په دې مناسبت ویلي: ” د زده کړو د نړیوالې په دې اونۍ کې مونږ د زده کړو قوت چې ژوند ته بدلون ورکوي په ځانګړي ډول افغانستان کې نمانځو. د ګواښونو سره سره افغان زده کوونکي او روزونکي د پوهې او ودې لپاره په پرله پسې ډول مبارزه کوي. زده کړې یو اساسي حق دی اود لا سوله ییز او روښانه افغانستان د راتلوونکې لپاره یوه کیلي ده. راځئ چې په ګډه د ټولو لپاره د زده کړو د لاس رسي په خاطر ودریږو”.
د زده کړو نړیواله اونۍ په داسې حال کې بیا نمانځل کیږي چې د ا.ا. حکومت د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د بیا واک ترلاسه کولو سره سم د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
د شمیرونو له مخې نن د سه شنبې په ورځ نومبر ۱۹ ( لړم ۲۹) د نجونو پر زده کړو د ا.ا. ددغه بندیز څخه ۱۱۵۹ ورځې پوره شوې.
ددې سربیره ا.ا. د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د ۲۴ ورځې راهیسې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې هم د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
د بشري حقونو نړیوال بنسټونو اندیښنه ښودلې چې په تیرو څه باندې دریو کلنو کې د ا.ا. حکومت نه یوازې دا چې ددغو بندیزونو د لغوه کیدو په برخه کې کوم څرګند ګام نه دی پورته کړی، بلکې په پرله پسې ډول یې پر ښځو او نجونو باندې محدودیتونه په ځانګړي ډول د زده کړو په برخه کې پراخه کړي دي. سفارت
دا بنسټونه په ځانګړي ډول د ا.ا. د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خوا د روان ۲۰۲۴ کال د اګست ۲۱( زمري ۳۱) د امربالمعروف نهی عن المنکر نوي قانون توشیح یادونه کوي او وايي چې دغه قانون د ښځو پر وړاندې د ا.ا. د حکومت ټولو کړنو ته قانوني بڼه ورکړې ده، چې له مخې یې د امربالمعروف وزارت محتسبین چې دا قانون پلی کوي دا واک ترلاسه کړی چې د سرغړوونکو لپاره له شفاهي خبرداریو نیولې تر زنداني کېدو پورې سزاګانې وټاکي.
ددغه قانون په ۱۳ ماده کې د ښځو غږ چې سندرې، نعتونه او قرائت په کې شامل دي په مجموع کې په عام محضر کې لوړغږ ویل عورت بلل شوي او منع شوي دي. همداشان په دې قانون کې د ښځو د مخ په ګډون د ټول بدن پټول هم ضروري ګڼل شوي دي.
ملګرو ملتونو ویلي چې ددې قانون د توشیح وروسته د بشري مرستو د ویشلو په بهیر کې د ا.ا. د سیمه ییزو چارواکو لاس وهنې زیاتې شوي دي. سفارت
ا.ا. حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ویلي چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو پیلیدو لپاره په یوه کړنلار باندې کار کوي.
ا.ا. حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د نجونو د تعلیم مسله د افغانستان کورنۍ مسله ده او دا بندیز موقتي بڼه لري، چې هڅه کوي ورته په کور دننه د حل لار ولټوي.
خو د دغه حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم ویلي چې دې مسلې ته د حل لار لټول ممکن ډیر وخت واخلي.
ندامحمد ندیم د روان کال ۲۰۲۴ د اګست ۲۵ (سنبلې څلورم) کابل کې یوې غونډې ته ویلي چې د ښځو او نجونو د زده کړو په اړه د ا.ا. د ډلې دریځ د شریعت سره په تضاد کې نه دی، بلکې کوم څه چې شرعي نظام په دې اړه پریکړه کوي په هکله به یې هماغسې پریکړه وشي. سفارت
ندا محمد ندیم وویل: “دا یوه حساسه مسله ده، مختلف ابعاد لري، دا چې په دې تړاو په اونیو او میاشتو کې پریکړه وشي امکان نه لري.”
د ا.ا. د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وویل چې په دې اړه د دیني عالمانو څیړنې لا هم روانې دي که چیرې په څیړنو کې دیني عالمانو ته دا ثابته شي چې د ښځو زده کړې په دې ډول جایزې دي ورته به اجازه ورکړل شي او که نه د ښځو او نجونو پرمخ به د روزنیزو ادارو دروازې همداسې بندې پاتې شي. سفارت
د ا.ا. د حکومت دغه چارواکي په وینا هرهغه څه چې شریعت په دې برخه کې حکم وکړي د دغې ډلې حکومت به هم هغه پریکړه عملي کړي.
هغه وویل: ” که چیرې یو څوک پیدا شي چې د حنفي فقې په رڼا کې دا ثابته کړي او دغه وزارت ته راشي مونږ سره مسله شریکه کړي چې په دې کتاب کې د ښځو د زده کړو لپاره اجازه شته دی، زه باور لرم دا مسله حل کیږي، خو د رسنیو پر وړاندې د عامو روایتونواو څرګندونو له لارې د ښځو د زده کړو مسله نشی حل کیدلی.” سفارت
خو د ښځو او نجونو د زده کړو څخه د ملاتړفعالان ادعا کوي چې ا.ا. اصلآ د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې نجونو ته د زده کړو د بیرته پیلیدو لپاره اصلآ اراده نلري او که دغې ډلې حکومت غوښتل چې کومه کړنلاره جوړه کړي څه باندې تیر درې کلونه ددغسې کړنلارې د جوړیدو لپاره کافي وخت و چې باید کړنلاره ترتیب شوی وی.
لومړی نظر وکړئ on "امریکا سفارت: زده کړې د افغانانو د سوله ییزه او روښانه راتلوونکې لپاره کیلي ده"