امـریکا د ترهګر سازمان په توګه د ا.ا.د پیژندلو پر دوام او پر دغې ډلې د فشارونو په اچولو ټینګار کړی

0
1

Loading

د امـریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر سه شنبې اکتوبر اتمه (تلې ۱۷) د ا.ا. په اړه د امریکا دریځ یو ځل بیا تکرار کړ او ټینګار یې وکړ چې دغه ډله لا هم د یو نړیوال تروریستي سازمان په توګه پیژندل کیږي.

په یوه خبري غونډه کې د امریکا غږ د خبریال د پوښتنې په ځواب کې، میلر ددې موخې لپاره د متحده ایالاتو پر ګټو ټینګار وکړ چې افغانستان یو ځل بیا پر امریکا باندې د بریدکوونکو ترهګرو په ځاله بدل نشي.

میلر وویل: “په افغانستان کې زموږ تر ټولو لویه لیوالتیا دا وه او ده چې دا هېواد بیا هېڅکله د امریکا پر ضد د تروریستي بریدونو په پټنځای بدل نشي او موږ به د امـریکا او متحدینو پر وړاندې د هر ډول تروریستي ګواښونو په اړه ډېر هوښیار اوسو.”

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه: “لکه څنګه چې تاسو له موږ څخه اوریدلي او موږ دمخه ویلي، موږ خپل ظرفیتونه ساتو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې متحده ایالات د افغانستان په ګډون له سیمې څخه [له تروریستي بریدونو] خوندي دي.”

د دوحې په تړون کې د ا.ا. له ژمنې سره سره چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې به له ترهګرو ډلو لکه القاع ده سره اړیکې پرې کوي، د نړیوالو سازمانونو او د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو راپورونه ښيي چې ا.ا. لا هم دغه ژمنه نه ده پرځای کړې او له القاع دې سره یې نږدې اړیکې ساتلې دي.

په یو راپور کې چې د جولای په ۱۰مه خپور شو، د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې خبرداری ورکړ چې د ال قاعده او اسلامي دولت (داع ش) په څېر د ترهګرو ډلو شتون به لاهم په افغانستان کې د ناامنیو سرچینه وي. راپور ټینګار کوي چې دا ډلې د پټنځایونو په کارولو او یا د ا.ا. له کمزورتیا څخه په ګټې اخیستنې د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ پېښوي او افغانستان د ځان لپاره “یو امن او دوستانه ځای ” بولي.

خو د ا.ا. چارواکو په وار وار ویلي، چې هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

له ا.ا. سره تعامل

د میلر په وینا، له ا.ا. سره د اړیکو عادي کول د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د دې ډلې د چلند د ښه کولو سره تړلی دی. هغه ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه په دې برخه کې همغږې د.

ویاند زیاته کړه چې ا.ا. پر ښځو او نجونو ظلم ته دوام ورکوي او ټینګار یې وکړ چې امـریکا له خپلو متحدینو سره په ګډه کار کوي چې پر ا.ا. باندې د هغوی د تبعیضي سیاستونو له کبله فشار راوړي.

میلر وویل، “له دې امله، کله چې زه وایم چې بشري حقونه له ا.ا. سره زموږ په اړیکو کې لومړیتوب لري، په دې کې په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه شامل دي چې د ا.ا. له خوا ورباندې ظلمونه دوام لري.”

د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د بیاواکمن کېدو راهیسې ا.ا. په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتون ته له تللو منع کړي او د عامه ژوندانه په ډیرو برخو کې یې د ښځو کار او ګډون محدود کړی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "امـریکا د ترهګر سازمان په توګه د ا.ا.د پیژندلو پر دوام او پر دغې ډلې د فشارونو په اچولو ټینګار کړی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*