
اندونیزیا کې ناورین؛ سېلابونو او ځمکښوېیدنې سلګونه کسان مړه کړي
په اندونیزیا کې د سوماترا په ټاپو کې سېلابونو او ځمکښوېیدنو پراخې ویجاړۍ رامنځته کړي او لسګونه زره کسان یې بېکوره کړي دي.
د اندونیزیا د پېښو ملي مدیریت ادارې اعلان کړی چې د سوماترا په درېیو سیمو کې د ناڅاپي سېلابونو له امله تر دې دمه ۳۰۳ کسان مړه او ۲۷۹ تنه لا هم ورک دي.
افریانتي، چې له پېښې زیانمنه شوې، وايي: «زه او د کورنۍ ۹ نور غړي مې اوس بېسرپناه یو. نور هیڅ نه لرو؛ هر څه له منځه تللي دي. یوازې همدغو کالیو سره پاتې یو چې اغوستي یې دي. کله چې سېلاب راغی، اوبه کور ته راننوتې. وېرېدو او تېښتې ته مجبور شو.»
د موسمي سختو بارانونو له امله ځینې سیمې په بشپړه توګه د اوبو لاندې شوې دي او لسګونه زره کسان یې له خپلو کورونو وتلو ته اړ کړي دي.
لا هم ډېری سیمو ته لارې بندې دي او خلک ترې د وتلو وس نه لري.
مصطفی حسییم، چې د بیروین بل اوسېدونکی دی، زیاتوي: «له دولت مو د درملنې لپاره هیڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې او دواګانې هم نه دي را رسېدلي. د خوراک وضعیت ډېر بحراني دی؛ ان وریجې هم په بشپړ ډول خلاصې شوې دي.»
سره له دې، د اندونیزیا چارواکي وايي چې د سوماترا په درېیو زیانمنو سیمو کې د ژغورنې عملیات په لا ډېر شدت روان دي.
د اندونیزیا ولسمشر ویلي، دولت څلور الوتکې د بېړنیو مرستو د لېږد لپاره زیانمنو سیمو ته استولي دي، خو خراب هوايي حالات او سختې لارې د مرستو پر وخت رسېدو اغېز کړی دی.
یاده دې وي چې په تېره یوه اوونۍ کې د اندونیزیا، مالیزیا او تایلنډ پراخې برخې د موسمي توپانونو له کبله د سختو بارانونو تر اغېز لاندې راغلې دي.
لومړی نظر وکړئ on "اندونیزیا کې ناورین؛ سېلابونو او ځمکښوېیدنې سلګونه کسان مړه کړي"